اسلام آباد۔22جون(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د دين په نامه په ټولنه كښې د لا قانونيت پېښو جاج اغستلو سره دې قامي تګلاره مرتب كولو له د ايوان خصوصي كمېټي جوړه كړې شي او د دوھم سپيكر سيد غلام مصطفی شاه وېنا وه چې احسن اقبال د كابينې برخه دے٬ دا معامله دې په كابينه كښې پورته كړي او د داخله وزير د لارې دې د خېبر پښتونخوا اعلې وزير سره خبره وكړي۔ د خالي په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل په سوات كښې يوه پېښه رامخې ته شوه په كومه كښې چې يو سېلانې د قرآن پاك د بے حرمتۍ په تور وسوځولے شو۔ ده ووئيل دا ډول پېښې زمونږ په ګاونډي هېواد هند كښې هم رامخې ته كيږي په كوم چې مونږ اعتراض لرؤ۔ احسن اقبال ووئيل دې څخه وړاندې سیالکوټ، جړنواله، سرګودھا او اچھره كښې هم دا ډول پېښې رامخې ته شوې۔ مونږ له به داسې كولو څخه ډډه كول وي۔ ده د يو حديث مبارك حواله وركولو سره ووئيل نبي علېه السلام د مړي سوځولو څخه منع فرمايلې ده ولې چې د سوځولو حق يوازې پاك پروردګار ته حاصل دے۔ ده غوښتنه وكړه چې د ايوان يوه خصوصي كمېټي دې جوړه كړې شي كومه چې د دې ټولو پیښو جاج اغستو سره قامي تګلاره مرتب كړي۔ په دې دوهم سپيكر غلام مصطفیٰ شاہ احسن اقبال ته ووئيل ته خپله د كابينې برخه يې٬ دا معامله په كابينه كښې پورته كړه او د داخله وزير د لارې د خېبر پښتونخوا اعلی وزير سره په حكومتي كچه خبرې وكړه
متعلقہ مضامین
-
PM seeks summary for cut in fuel prices
-
Japanese team arrive to attempt Shispare peak
-
KP forest dept retrieves over Rs30m encroached state land in Makhnial
-
Rains batter Karachi; 30 dead
-
Wasa fully alert in monsoon: DG
-
PTI-PML-N contest likely to be tough in PP-97
-
National-level round of 1st COAS Inter-Club Hockey Championship 2022 begins
-
Pakistan, US to promote cultural ties, people-to-people exchanges
-
Navy promotes two officers to ranks of Rear Admiral
-
Sri Lanka win toss, elect to bat first
-
LHC accepts PML-N’s appeal against notification of five PTI MPAs
-
Ethnic violence in Hyderabad, Karachi plotted to derail LG polls: Nasir Shah