اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي زير محسن نقوي ضلعي انتظاميې ته د اختر په دويمه ورځ هم په پلازمينه اسلام آباد كښې د زيرو وېسټ باوري كولو هدايت كولو سره وئيلي چې وګړو لپاره د غوره او تند خذمت په وړاندې كولو ټولې ډلې ته شاباشې وركوم ٬ د لويې اختر په دويمه ورځ دې هم د پاك اسلام آباد مشن لاندې د سي ډي اے سالډ وېسټ ډلې په فعاله او چمتؤ ډول خپل فرض ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سي ډي اے چيئرمېن او د اسلام آباد چيف كمشنر سره د تماس نيولو په مهال وكړه۔ ده ووئيل په تاريخ كښې په اولني ځل سي ډي اے ٬ اسلام آباد پوليس او سېف سټي په ګډه كار وكړو٬ افسرانو او عملې په زړه پورې ډول خپل فرض ترسر كړو۔ وفاقي وزير ووئيل د سي ډي اے چيئرمېن محمد علی رندھاوا،آئی جی اسلام آباد پولیس علی ناصر رضوی، ډپټی کمشنر عرفان مېمن او د سېف سټي چارواكي او عمله د مباركۍ مستحق ده٬ كلين اسلام آباد لپاره وګړو هم تېره ورځ ځانګړې تعاون وكړو په دې زه د هغوي هم مننه كوم۔ په دې موقعه د سي ډي اے چيئرمېن محمد علی رندھاوا ووئيل چې د سي ډي اے ډلو په اولني ورځ 1750 ټنه كچرا او كثافتونه پورته كولو سره ختم كړل۔ د صفايۍ په اړه د وګړو لخوا 150 شكايتونه ترلاسه شول د كومو چې فوري ازاله وكړې شوه۔ د اسلام آباد وګړو آسانۍ لپاره په مجموعي توګه 110 پوائنټس جوړ كړې شول۔ د سي ډي اے چيئرمېن ووئيل د سېف سټي كېمرو د لارې په ښار كښې د صفايۍ د كار مانيټرنګ كيږي۔ د اختر په دويمه ورځ هم ډلې په فيلډ كښې متحرك وساتلې شوې۔
متعلقہ مضامین
-
ECP rejects Imran Khan’s allegations
-
‘Voice-recorder’ found from my bedroom, claims Mazari
-
IHC rejects NAB DG’s request for stay on PAC’s proceedings in Tayyaba Gul case
-
Man awarded death sentence for killing ex-wife, her father
-
Shujaat reiterates support for Elahi
-
Turkish Ambassador meets COAS, lauds Pakistan’s role for regional stability
-
IB’s former DG to head NAB
-
Pakistan’s strategic location ideal for connecting Central Asia countries with sea routes: SCO
-
Dua Zahra’s husband Zaheer approaches SHC for restoration of bank accounts, CNIC
-
CTD releases sketch of KU suicide blast facilitator
-
Pakistan’s exports to China up by 10.97pc in H1 2022
-
More rain expected in various parts of country