اسلام آباد 27 مئی (اے پي پي) په ټول پاكستان كښې به سبا د نهې په ورځ قام په 28 مئی د هېواد 26مه د دفاع ورځ سلامتیا، پرمختګ، سوكالۍ او د دفاع په عزم سره لمانځلي،په دې ورځ پاكستان د هند د اتومي چاؤدنو په ځواب كښې د 5 جوهري چاؤدنو په كولو د دفاع ناقابل تسخیر جوړولو اعلان كړے او د نړيوال فشار ٬ دهړكو او لالچ پروا نه كولو سره د هغه وخت وزیراعظم محمد نواز شریف د اپوزیشن او قام په تائید او مرسته ناممكن كار ممكن كړے او په ټوله نړۍ كښې ئې د پاكستاني قام سر په وياړ سره هسك كړے ، د تكير ورځ په موقع به په ټول هېواد كښې په سركاري او نجی كچه دستورې كولې شي، دغسې حكومت په 28 مئی 2024 د عامې رخصتۍ اعلان كړے۔ د تكير ورځ د 28 مئی په نامه یاديږي دا ورځ هر كال په ټول هېواد كښې د قامي وياړ او شكر ورځ په توګه لمانځلې كېږي ٬ په دې ورځ پاكستان د نړۍ 7م اتومي هېواد او وړومبے اسلامي هېواد دے چې د اتومي قوت مالك شو۔ پاكستان كښې 28 مئی يوه یادګاري او د وياړ وړ ورځ ده كله چې پاكستان د هند د اتومي چاؤدنو په ځواب كښې په 28 مئی 1998 د اتومي چاؤدنو په كولو د هېواد دفاع ناقابل تسخیر كړه۔ دې تجربو سره نه يواځي پاكستاني قام د پاكستان سيمه ايزې سلامتيا ، آزادۍ او خپلواكۍ تحفظ له د عزم څرګندونه وكړه بلكه سوئيلي اسياﺀ كښې سټریټجكي توازن برقرار ساتلو له مرسته تر لاسه شوه ۔په دې ورځ پاكستاني مشرتابه د خپلو اتومي تجربو د لارې د طاقت توازن په ډاګه كولو لپاره بهرنے فشار او د هند توسیع پسندانه عزائم لرلو باوجود په 1998 كښې په همت سره د ځواب وركولو لار خپله كړه او په اتومي تجربو كولو ئې سوئيلي اسياﺀ كښې د طاقت توازن بحال كړو ۔ د جدید جوهري ټیكنالوجي ترلاسه كولو تاریخ كښې د پاكستاني مشرتابه په عزم كښې د هېواد سيمه ايزه سلامتيا، وطن سره مينه او قوي ذمه واري شامله ده۔ پاكستان خپله وړومبۍ تجربه په 28 مئی 1998 د بلوچستان په چاغي ضلع كښې كړې۔د هغه وخت وزیراعظم محمد نواز شریف په مړانه سيمه كښې د طاقت توازن قائم كړے شوے
متعلقہ مضامین
-
PM holds PTI responsible for electricity loadshedding
-
Rescue 1122 services alert during Eid-ul-Adha vacations
-
Man killed in road accident
-
Parliament’s security committee gives go-ahead for TTP dialogue
-
ICT admin launches helpline in wake of recent heavy rains
-
Dua Zahra case: court seeks Zaheer Ahmed’s call records
-
FO outrightly rejects Indian Army ‘dossier’
-
Covid daily death toll nosedives to zero
-
Commissioner visits Gawalmandi to monitor water level, review arrangements
-
PML-N’s ministers Ayaz Sadiq, Khawaja Salman Rafique resign
-
Malik Ahmad Khan steps down as Punjab law minister
-
13 NAB officers transferred in a major reshuffle