بيجنګ 10مئی(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د چين نېشنل انرجي اېډمنسټرېشن چيئرمېن ژانګ جيانګوا سره ديايو تيائي ګيسټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔د پلاننګ كمېشن لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير سره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي٬سفير خليل هاشمي او نور سركاري افسران هم موجود وو۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ووئېل ګرين كوريډور د كوم اعلان چې نائب وزيراعظم هي لائفنګ د پاكستان خپلې دورې په مهال كړے ؤ٬د سي پیك دوهم پړاؤ مهمه ستن ده۔د وزيراعظم شهباز شريف حكومت وژن سي پیك منصوبه په تندۍ سره بحالول دي۔ده ووئيل سي پيك فيز-1 له مخې د توان پروژو په پاكستان كښې د برېښنا په لوډشېډنګ قابو موندلو كښې مهم كردار ادا كړے۔د پاكستان حكومت د توان په څانګه كښې د اصلاحات كولو اراده لري دغسې چې صارفين او كاروباري ادارو ته لائن لاسز او د برېښنا غلا كمولو سره په ارزان بيعه برېښنا وركړی شي۔په دې موقع دواړو ډلو د توان انتظام نظام ښه كولو لپاره په نوو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دا ملاقات په بيجنګ كښې د پروفيسر احسن اقبال د جوائنټ كوآرډينېشن كمېټۍ(جے سي سي)غونډې راتلونكې دور تيارۍ سره سره د وزيراعظم د چين راتلونكې دورې تيارو برخه وه۔
متعلقہ مضامین
-
د وزيراعظم عمران خان په كېپټل اېرينا كښې د پاكستانې ټولنې لوئې غونډې ته وېنا
-
وزيراعظم عمران خان سره د خوراك او د روغتيا څانګې څخه د سرمايه كارو ډلې ملاقات وكړو
-
وزيراعظم عمران خان سره په واشنګټن كښې د نړيوال بانك صدر ډيوډ ملپاس ملاقات وكړو
-
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د پېنټاګون دورہ
-
سوئيلي آسياء كښې امن لپاره وزيراعظم عمران خان خدماتو ته سلام وړاندې كوٶ
-
پاکستان سنګاپور سره په ټولو څانګو كښې په خاص توګه اقتصادي څانګه كښې دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو او هغې ته لا پراختيا وركولو خوښي لري
-
اولس مشر ډاکټر عارف علوی سره د برونائی دارالسلام، بوسنیا هرزوګوینا لپاره د پاکستان نومولو هائی کمشنرانو او کېنیاء لپاره نومولي سفیر وليدل، په نوو ذمه وارو ترلاسه كېدو مبارکی او د هغوي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه
-
د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ
-
د قاچاق مخنيوي پحقله نوې پاليسي به ډېر زر معرفي كولې شي٬ د قاچاق مخنيوي پحقله به په قامي او صوبائي كچه ټاسك فورس هم جوړولې شي ۔ د اعجاز شاہ په مشرۍ كښې په غونډه كښې پرېكړه
-
وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان بيت المال اېم ډي عون عباسي ملاقات
-
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اطلاعات او خپرونو د وزارت او د ذيلي ادارو د يوې كلنې كاركردګۍ په اړه د جاج اغستو غونډه
-
د آزاد کشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر بلاول بھټو زرداري سره وليدل