اسلام آباد 06مئی(اے پي پي)د وزيراعظم د يوته پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئېلي دي چې حكومت ځوانانو لپاره ګټورې پروژې پېل كوي٬ د وزيراعظم د وژن له مخے د ځوانانو تعليم او تربيې لپاره اقدامات كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پاكستان كښې د يوته انټر پرينيور شپ ايكو سسټم صورتحال په اړه د رپورټ جاري كولو په موقع دستورې ته خپله وينا كښې وكړه۔ ده ووئيل دا رپورټ يوه ښه هڅه ده٬ دې سره به په پاكستان كښې په يوته انټرپرينيورشپ ايكسو سسټم پوهېدو او د دې په اړه لا اقدامات كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل چې ځوانان په خپلو پښو ودرولو لپاره د وزيراعظم يوته پروګرام د لارې په آسان شرطونو د كاروباري قرضو وركولو پشمول ګڼ شمېر اقدامات كولې شي۔ د وزيراعظم د وژن له مخې ځوانانو سره په جدت اډانه لرونكو پروژو كښې هره ممكنه مرسته كولې شي۔ده ووئيل د وزيراعظم يوته پروګرام له مخې ځوانانو د 83.6 ارب روپو كاروباري قرضې وركړې شوې ٬په دې كښې مېرمنو انټرپرينيورز ته هم قرضې وركړې شوې۔ د سكيم له مخې ځوانانو ته د سود نه غېر قرضې وركړی شوې۔ ده ووئيل چې د انکیوبیشن سنټر د لارې انووېشن ته وده وركولې شي۔ ځوانانو انټرپرينيورز سره هره ممكنه مرسته كولو له وسائل كارولې شي۔ ده ووئيل چې د دې رپورټ څخه به حكومت ته د ځوانانو په اړه كاروباري پاليسي جوړولو او په پرېكړو عملدرآمد كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل چې د هېواد ځوانان انټرپرينيورز ته د وزيراعظم يوته پروګرام له مخې بشپړه موقعې وركولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
China’s Gansu province to transfer dryland farming techs to Pakistan
-
PM directs vetting of Murree Expressway to protect against landslides, damages
-
Heated debate in Senate over talks with TTP
-
Zero tolerance policy on irregularities in medical education system: PMC
-
PM felicitates Qatari’s Amir on 9th anniversary of his rule
-
Security forces kill four terrorists in North Waziristan: ISPR
-
Trauma centres to be set up on motorways: minister
-
Obituary
-
Imran asks workers to roll up sleeves for Lahore by-polls
-
Torture by Indian troops keeps situation grim in IIOJK: President
-
PTI claims catching ‘spy’ at Imran’s Bani Gala residence
-
Farah Shah lauds Saudi Arabia’s highest award for COAS