اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د وړوكي اختر په موقعه د برېښنا په بيعو كښې كمې اولس لپاره د حكومت لخوا خصوصي ډالۍ ده۔ د زيارت په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم شهباز شریف ټول پام په ګرانۍ كښې د كمي پلو ګرځولے دے۔ ده ووئيل د اپرېل په مياشت كښې د تېرې مياشتې په مقابله كښې 3 روپۍ 82 پېسې كمې شوې دې۔ ده ووئيل په درې مياشتنيز اېډجسټمنټ كښې انحصار د ډالر په بيعه وي۔ د ډالر په مقابله كښې د روپۍ د قدر مستحكم كېدو له امله د برېښنا بيعه كښې كمې شوې دې۔ ده ووئيل مونږ د پاك پروردګار په فضل سره هېواد ډيفالټ كېدو څخه بچ كړو ٬ نن اېكسچېنج رېټ او روپۍ مستحكم كېدو پلو روانه دے۔ ده ووئيل كه حالات دا ډول ښه پلو روان پاتې شول نو د برېښنا بيعه كښې به نور كمې هم وكړې شي۔ ده ووئيل نړيوالې مالياتي ورځپاڼې هم دا وائي چې په ګرانۍ كښې كمې روان دے۔ ده ووئيل بلومبرګ هم وئيلي چې دوه فيصد ګراني كمه شوې ده بلكې پېشګوئي يۍ كړې ده چې راروان كال كښې به ګراني لا كمه شي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد ګامونه پورته كوي۔ د دوئي په ضد به كرېك ډاؤن كولې شي۔ ده ووئيل حكومت اولس ته ريليف وركولو له غوره حل رامخې ته كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Argentinian CJS calls on Air chief
-
Experts for capacity building of media on health issues
-
SC disposes of contempt petition against Sheikh Rashid
-
Didn’t ask Pakistan to renegotiate CPEC IPP contracts, IMF clarifies
-
UMT celebrates 32 years of service, scholarship and leadership
-
Prosperity impossible without participation of women’
-
Violence mars NA-240 by-polls, one dead
-
Marriyum grieves over demise of senior journalist Ali Hamza
-
CM visits Services Hospital to enquire about health of Daniyal Aziz
-
FATF acknowledges completion of Pakistan’s Action Plans and authorizes an on-site visit
-
CCTV cameras to be installed in police stations to improve efficiency: IG Sindh
-
Court approves plea seeking autopsy of Aamir Liaquat’s body