اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي دي پاکستان به د سلامتي کونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د جمو و كشمير د اولس د حق خود اراديت لپاره د ازادۍ د جاري هلو ځلو اخلاقي٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي، نړيواله ورورولي په خاص توګه ملګري ملتونه دې پخپلو لوظونو عمل وكړي او د جمو و كشمير اولس ته د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې دې د حق اراديت استعمالولو موقع وركولو لپاره ضروري اقدامات وكړي، د هند سپريم كورټ اوسنۍ پرېكړه د كشميريانو د خپلواكۍ حق سلب كولو له د هند د خواهش يوه بله څرګندونه ده۔ جليل عباس جېلاني د جمعې په ورځ خپل پېغام كښې ووئيل دا ورځ هر كال د جنورۍ په پنځمه نيټه لمانځلې كېږي ځكه چې په نننۍ ورځ د جنورۍ په پنځمه نيټه كال 1949 كښې د ملګرو ملتونو هند او پاكستان لپاره كمېشن (يو اېن سي آئي پي) يو قرارداد منظور كړے ٶ چې د جمو و كشمير اولس ته د آزاد او په انصاف اډانه د استصواب رائے ضمانت وركوي دغسې چې كشميريانو ته د حق خود اراديت موقع وركړې شي٬ دا حق د نړيوال قانون يوه بنيادي برخه ده۔ نګران خارجه وزير جليل عباس جيلاني ووئيل پاکستان به د سلامتي کونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د جمو و كشمير د اولس د خپلواكۍ حق لپاره د ازادۍ د جاري هلو ځلو اخلاقي٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي
متعلقہ مضامین
-
Revenue collection surges by 28.6pc to Rs4.858t in 10 months
-
Court allows physical remand of Sheikh Rashid’s nephew
-
Kashmiris living hellish life under worst military siege: APHC
-
Four siblings killed in accident
-
Measures stressed for preventing death of women during pregnancy
-
Maryam to begin mass contact drive from today
-
Imran Govt removed purely through democratic, constitutional process: ANP leader
-
Hamza’s oath-taking: LHC larger bench to hear plea
-
Delay in projects completion irks Balochistan CM
-
Violation of Article 63(1)(g) more serious crime: SC
-
Beautification projects to be completed timely: AC
-
Imran’s attempt to block remittances a conspiracy against Pakistan: Talal