اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ هدايت كړے چې د اسلام آباد په شمول د هېواد په نورو ښاورنو كښې دې د ګاډو رجسټرېشن لپاره مركزي ډيجيټل نظام عملي كړے شي٬ په وفاقي پلازمينه كښی د ګاډو نندارتون، نیلامۍ او اغستلو خرڅولو لپاره په مناسب مقام د يو كار سټي بشپړه منصوبه دې جوړه كړې شي ٬ د مارګله نېشنل پارك پشمول د کېپټل ډوېلپمنټ اتھارټي په زمكو د غېر قانوني تجاوزات په ضد دې بې پرې آپرېشن وكړے شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نګران وزيراعظم په مشرۍ كښې د اسلام آباد انتظامي چارو ٬ د امن وامان صورتحال او د نشائي توكو مخنيوي په اړه غونډه وشوه۔ وزیر اعظم هدايت وكړو چې په اسلام آباد كښې د ګاډو اغستلو او خرڅولو لپاره د ښار په بېلو برخو كښی د شورومز د لاسه پاركنګ او ټرېفك لپاره د رامخې ته شوو مسئلو مخنيوے وكړئ۔ دغسې په وفاقي پلازمينه كښی د ګاډو نمائش، نیلامۍ او اخستلو خرڅولو له په مناسب مقام د يو كار سټي بشپړه منصوبه جوړه كړئ٬ ده ووئېل د مارګله نېشنل پارك پشمول د کېپټل ډوېلپمنټ اتھارټي په زمكو د غېر قانوني تجاوزات په ضد بې پرې آپرېشن دې وكړے شي۔ غونډې ته ووئيل شول په اسلام آباد كښې د پبلك ټرانسپورټ نظام ښه كولو له نور نوي 160 بسونه راروان دي۔ نګران وزيراعظم هدايت وكړو چې د اسلام آباد په شمول ټولو ښارونو كښې د ګاډو رجسټرېشن له دې مركزي ډيجيټل نظام عملي كړے شي٬ دغسې په هېواد كښی د ډرائيونګ لائسنس اجراﺀ نظام دې هم سپېځلے اوفعاله كړے شي۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د مارګله نېشنل پارك په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د مارګله نېشنل پارك په شمول د کېپټل ډوېلپمنټ اتھارټي په زمكو د غېر قانوني تجاوزات په ضد بې پرې آپرېشن وكړئ۔ په غونډه كښې وزيراعظم په اسلام آباد كښی د امن وامان صورتحال په اړه خبر هم كړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د روان كال په مهال د جرمونو شمېره كښې كمې رامخې ته شوے۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې د اسلام آباد وګړو تحفظ باوري كولو له فعاله تګلاره وضعه كړي۔ وزيراعظم پوليس چارواكو ته په تعليمي ادارو او دې سره پېوستو ځايونو كښې د نشائي توكو خرڅونكو معلومولو او د هغوي په ضد د قانوني كارروايۍ كولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم اړوندو چارواكو ته د سكولونو تحفظ لپاره د خصوصي ګامونو پورته كولو سره ووئيل د وګړو ځان او مال تحفظ د رياست ذمه واري ده۔ دغسې وزیراعظم اړوندو چارواكو ته په اسلام آباد كښې د ډولفن فورس جوړولو له په ترجيحي بنيادونو د ضروري ګامونو پورته كولو امر وكړو۔ په ملاقات كښی د نګران داخله وزير په شمول نورو اعلی چارواكو ګډون كولو
متعلقہ مضامین
-
India jealous of development CPEC brought to Pakistan: scholar
-
NIMA, KU ink MoU for research, academic collaboration
-
Pakistan and Uzbekistan to deepen strategic partnership
-
DRAP approves API policy to make pharma industry on a par with global standards
-
Peshawar blast part of ‘big conspiracy’ against country: Fawad
-
Azhar Abbas elected AEMEND President, Hafiz Tariq Mahmood Secretary General
-
Pak Embassy evacuates 1,476 nationals from Ukraine
-
MWMC unveils ‘new strategy’ to clean highways
-
Khawar reviews spring festival arrangements
-
UNSC condemns ‘heinous and cowardly’ terrorist attack in Peshawar
-
PM’s former spokesperson rejoins PPP
-
Pakistan fully committed to protection of women’s rights: FO