اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي اردو يونيورسټي آف آرټس، سائنس اينډ ټيکنالوجي لخوا د دائر كړي درخواست په ضد د وفاقي محتسب د امر توثيق كړے كوم كښې چې وفاقي محتسب پوهنتون د بدانتظامۍ مرتكب ګرځولو سره امر كړے ٶ چې ھغوي د يو داسې زده كونكي نتيجه اپ ډېټ كړي كوم چې پوهنتون د پېپر په نه جمع كولو فېل ګرځولے حالانكه ھغه طالب علم د پاکستان سټډيز پرچه جمع كړې وه او ھغه ته رسيد هم وركړے شوے ٶ خو د ازموئنې څانګې ماركنګ له د پېپر په نه ترلاسه كېدو ھغه فېل ګرځولے دے۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د وفاق محتسب امر برقرار ساتلو سره د پوهنتون پاليسۍ له مخې د كرونا لاك ډاٶن له امله زده كونكې خپله پرچه استاذ سره جمع كړې وه كومه چې ماركنګ لپاره آن لائن اپ لوډ كول وه خو چې كله نتيجه اعلان وشو نو ھغه فېل وګرځولے شو او د طالب علم لخوا بيا بيا د درخواستونو او شكايت باوجود نتيجه اپ ډېټ نه كړې شوه۔ صدر ووئيل طالب علم خپله پرچه خپل استاذ سره آن لائن جمع كړې وه او دا استاذ دا ذمه واري وه چې ھغه ئې د ازموئنې څانګې سره جمع كړې وه خو د بدانتظامۍ له امله طالب علم ته د ھغه د صحيح نتيجې وركولو څخه په انكار كولو ھغه فېل وګرځولے شو۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د وفاق محتسب پرېكړه په ځائ ساتلو سره ادارې ته امر وكړو چې د شكايت كونكي نتيجه چېك كړي او د پېپر په بنياد دې اپ ډېټ كړې شي
متعلقہ مضامین
-
EVMs to lay foundation of transparent elections: Farrukh
-
AJK PM urges world to end silence over plight of innocent Kashmiris
-
FM welcomes Sikh pilgrims arriving in to mark Guru Nanak’s birth celebrations
-
Joint session: opposition tramples parliamentary norms underfoot
-
WorldCall signs MoU with Akhuwat Foundation for setting up state of the art Blockchain Centre of Excellence
-
Rupee drops to Rs175.05 against dollar
-
Shafqat lays foundation stone of NCA graduate block
-
Holy Quran teaching at school level a key achievement
-
Health cards provision in Punjab maximum by Jan 1: Dr Yasmin
-
PPP enforcing civil dictatorship in Sindh: Haleem
-
No new taxes in upcoming mini-budget, assures Tarin
-
Malala Yousafzai officially graduates from Oxford University