اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د چين خپل نوې هم منصب كين ګينګ سره د ګل په ورځ ټېليفوني تماس نيولے ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري بيان له مخې بلاول بهټو زرداري كين ګينګ ته د چين خارجه وزير په حېث سره په تقررۍ مباركي وركولو كښې وئېلي دي پاكستان او چين آزمائېلې دوستان او شراكتدار دي د كومو چې شريك ملاتړ او د مرستې يو اوږد تاريخ موجود دے ٬ دغسې دواړو خارجه وزيرانو د شريكې خوښې په سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔دوي په دوه اړخيزه مرسته اډانه اسټريټجك پارټنرشپ په مخ وړاندې بوتللو لپاره د پاكستان او چين د عزم پخلے كړے ۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په جنيوا كښې د پاكستان تعميرنو او په بحالۍ كښې د شراكت په موضوع په نړيوال كنفرنس كښې د چين فعاله شركت او په ملاتړ د چين خارجه وزير مننه وكړه۔ده ووئيل د سېلاب نه پس د تعميرنو لپاره د چين د زړه نه او سمدستي مرسته د پاكستان لاكهونو خلقو لپاره د سكون سبب ده او تاسو يو مثالي كار كړے۔بلاول بهټو زرداري د چين نوې قمري كال په موقع د چين خپل څنګ كين ګينګ٬پولټ بيورو غړي او مركزي خارجه چارو كمېشن ډائرېكټر وانګ يې سره هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او هغوي ته يې مباركي وركړه۔
متعلقہ مضامین
-
د قامي ا سمبلۍ حلقه اېن اے 27 پیښور 1 څخه د پاكستان تحريك انصاف كانديد نور عالم خان 71 زره 158 ووټونو اخستو سره كاميابي ترلاسه كړې
-
عمران خان د قامي اسمبلۍ په پنځو٬ شهباز شريف د قامي اسمبلۍ په يوه او په دوه صوبائي چوكو
-
د قومي اسمبلۍ په 9 حلقو كښې د بېلو ګوندونو كانديدان 150 زره څخه زيات ووټونه ترلاسه كولو سره كامياب ګرځولې شوي
-
حافظ محمد طاهر د كورنيو چارو اسپېشل سېكتر غوره كړې شو
-
محمد نواز شريف د طبي وجوهاتو په بنياد پمز ته منتقل كولې شي۔ د پنجاب د اطلاعاتو لنډ مهاله وزير احمد وقاص رياض اے پي پي سره خبرې
-
نړيوال دفاعي نندارتون او سيمينار (آئیډیاز) د نومبر په 27 مه نېټه كراچۍ كښې پېل كېږي
-
د آئي اېم اېف پېكج او چين په حقله د امريكې بيان نامناسب دے
-
د آزادۍ ورځ به په قامي جوش او ولوله لمانځو
-
د پېښور پوهنتون پښتو اكېډمۍ تر سېوري لاندې نړيوال كنفرنس (سبا) كېږي
-
كابينه ډويژن پرمختيائي كارونو لپاره د 20 كروړه روپو فنډز جاري كړل
-
د رشین فېډریشن د ډيفنس دوهم وزير کرنل جنرل الېګزېنډر وی فومِن اېډمرل ظفر محمود عباسي سره ولېدل
-
لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر)ناصرالملك اولس مشر ته د قامي اسمبلۍ غونډه په 13م اګست د رابللو وړاندېز وركړو