اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د تحريك انصاف حكومت په ادارو كښې اصلاحات كولو له عزم لري٬ د اصلاحات عمل ګران دے ځكه د تېر وخت واكمنو په دې كښې خوښي نه ده اخستې ٬ د وزيراعظم عمران خان د امريكې راتلونكې دورې سره به د پاك چين دوه اړخيزه اړيكو نوې لارې رامخې ته شي چې ورسره به د سوئيلي آسياء منطقې پشمول په نړيواله كچه پرمختګ ٬ سوكالۍ او امن لپاره مرسته ترلاسه شي۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار دا خبرې د خالي په ورځ د پاكستان يو اېس اېلومنائي نېټ ورك (پي يو اے اېن) تر سېوري لاندې كلن كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې ٬سږ كال د كنفرنس سرخط ” عزم عالي شان” منتخب كړې شوې۔ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل امريكا كښې د بېلا بېلو نظرياتو او قامونو خلق د خپل هېواد خېرښګړې لپاره په يوالي كار كوي۔ ده ووئيل د امريكې حكومت او اولس ټېكس وركوي٬ د وګړو ذمه وارۍ ٬ د عدالتي نظام پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د تر سره كېدونكو ټولو چارو په سوب پېژندلې كېږي چې ورسره د ھغوي د ټولنې عكاسي كېږي ٬ ده ووئېل د بېلا بېلو نظريات خلق د هېواد پرمختګ لپاره په ګډه كار كوي ۔ مخدوم خسرو بختيار ووئيل د تحريك انصاف حكومت په اداره كښې اصلاحاتو له عزم لري٬ ده ووئېل د اصلاحات عمل ګران دے ځكه د تېر وخت واكمنو په دې كښې خوښي نه ده اخستې۔ ده ووئيل د درې ورځني كنفرنس سرخط “عزم عالي شان” ټاكلې شوې كوم چې د ستائنې وړ دے۔(ګ ل
متعلقہ مضامین
-
President approves 10% raise in salaries, allowances of SC, HC judges
-
Seven arrested over setting forest ablaze in Swat
-
South Africa president lashes ‘dirty tricks’ in burglary scandal
-
LHC seeks Centre’s reply on prolonged load shedding
-
KP govt employees welcome 15pc raise in salaries
-
PTI not to vacate field for political opponents in by-polls: Qureshi
-
CJP forms two larger, four regular benches for next week hearing of important cases
-
Pendency of cases declining as SC to function during summer break
-
Number of cinema houses reduced to 135 in Pakistan
-
Teachers demand regularization of services
-
Next mayor of Karachi will be from PPP: Wahab
-
Amid backlog of cases, SC decides to skip summer break