اسلام آباد 27 جون (اے پی پی) د افغانستان اولس مشر اشرف غنی د وزیراعظم عمران خان په بلنه د زيارت په ورځ د پاکستان په دوه ورځنۍ سرکاری دورہ اسلام آباد ته رارسيدلې۔ د افغانستان وزيران، سلاحكار ، سینئر چاروكي او کاروباری كسانو پشمول د اعلیٰ پائې پلاوې هم هغه سره ملګرې دي۔ په نور خان هوائي مېدان د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد د هغه هركلې وكړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د افغانستان اولس مشر به د خپلې دورې په مهال د اولس مشر ډاکټر عارف علوی سره ملاقات دغسې د وزیراعظم عمران خان سره د پلاوي په كچه خبرې اترې كوي۔ د دواړه اړخه خبرو اترو كښې به په سیاسی، تجارتی، معاشی، امنيتي ، امن او روغي جوړې، تعلیم او په اولسي كچه د خيالاتو څرګندونه او بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو او مرستې ته لا ودې وركولو ته پام لرنه كولې شي۔ اولس مشر اشرف غنی به په دې مهال لاهور ته هم ځي چرته به چې هغه د كاروباري فورم كښې ګډون كوي۔ دا د افغانستان اولس مشر د پاکستان دريمه دوره ده او اوسنيو كښې د امن او استحکام لپاره د افغانستان۔ پاکستان ایکشن پلان وړومبۍ جائزہ غونډې نه پس دا دوره كوي۔ دې خخه وړاندې د افغانستان اولس مشر نومبر 2014ء او بيا په دسمبر 2015ء كښې په اسلام آباد كښې د هارټ آف ایشیاﺀ۔استنبول پراسس وزارتی کنفرنس كښې كډون له پاکستان ته راغلې ؤ۔ بیان كښې وئيلي شوې چې پاکستان او افغانستان اولس خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري۔ د دواړه لارښودو ترمينځه نزدې رابطو سره به ګڼ اړخيزه اړيكو او
متعلقہ مضامین
-
ATC issues arrest warrants of 12 PTI leaders
-
Cabinet approves budget proposals for fiscal year 2022-23
-
KP Assembly adopts resolution to condemn blasphemy by Indian MPs
-
Ex-Punjab minister Abdur Rehman Khar passes away
-
APML rebuts reports of Pervez Musharraf’s death
-
With focus on CPEC, govt unveils Rs 2.27tr PSDP
-
Rs. 3.27mln scholarship distributed among 111 minority students
-
Teachers demand scale up-gradation
-
Silk Road Cultural Exchange Center vows to deepen cooperation with Pakistan
-
Opposition parties reject KP budget 2022-23, term figures unrealistic
-
Higher education budget raised by 20pc in fiscal budget 2022-23: Rana Tanvir
-
Budget delayed as ruckus mars PA session