اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار د پلاننګ كمېسون د دوهم چيئرمېن په حېث د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې د خالص هائيډل منافع په معامله غور لپاره د شريكې ګټې كونسل لخوا د جوړې كړې شوې كمېټۍ د غونډې مشري وكړه۔ د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ توان ٬ پاور ډويژن ٬ منصوبه بندۍ او آبي وسائلو لپاره سلاحكار او د آئي پي سي وزارتونو سېكترانو ٬ د توان ممر او د اړوند وزارتونو لوړ پورو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د تكنيكي ذيلي كمېټے په راپور د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې په دې معامله د ټولو شراكت دارو خېبر پښتونخوا ٬ پنجاب او واپډا په نقطه نظر هم غور وشو۔ وفاقي وزير د دې اميد څرګندونه وكړه د خالص هائيډل منافع تعين پحقله به ټول معاملات حل كړې شي۔ كمېټۍ په دې سلا شوه چې صوبو ته د خالص هائيډل منافع وركول آئينې ذمه واري ده۔ كمېټۍ په دې لړ كښې نور غور لپاره سلا وكړه دغسې چې معاملو زر حل ولټولې شي او د شريكې ګټې كونسل په راتلونكې غونډه كښې ئې راپور وړاندې كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Meeting Pak expats an ‘amazing experience’: Israeli president
-
FO rejects notion of any delegation from Pakistan visiting Israel
-
Mathematics paper leaked in Nawabshah matric exam
-
ECP submits comments in PTI foreign funding case
-
IHC adjourns Shireen Mazari arrest case till June 16
-
Pakistan Navy organises Annual Safety Review & Safety seminar
-
‘Army has vital role to play in world peace’
-
President summons National Assembly on June 6 for budget session
-
Chairman NAB Justice (retd) Javed Iqbal tenure will end tomorrow
-
IHC dismisses contempt plea against PM
-
Fire erupts at Children Hospital in Lahore
-
PM wants load shedding reduced to two hours