اسلام آباد 17 فروري(اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاکستان دورې سره به سعودي سره د سياسي اړيكو نه علاوه مثالي دوه اړخيزه اقتصادي شراكتداري قائم شي٬ 15 كاله پس د سعودي د لوړې كچې پلاوې پاكستان ته راځي ٬ د تېر حكومتونو په دور كښې اړيكې سړې شوې دي٬ زمونږ حكومت د اړيكو د اهميت له مخې د دې د بيا جوړولو هڅې كړې۔ د اتوار په ورځ د سعودي ولي عهد راتګ نه وړاندې ميديا سره په خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې اړيكې دي خو په تېر حكومتونو كښې دا اړيكې سرد مهرۍ سره ښكار شوې وې او زمونږ حكومت د اړيكو د اهميت له مخې د دې د بيا جوړولو هڅې كړې۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان د پرله پسې دوه دورو سره اړيكې بحال شوې او اړيكو نوې نوعيت اختيار كړې۔ ده ووئيل د شهزاده محمد بن سلمان د دورې په مهال به نن د سپريم كوارډينېشن كونسل اعلان كېږي كوم چې به دې اړيكو ته نوې جهت وركوي۔ ده ووئيل د سياسي اړيكو نه علاوه به مثالي دوه اړخيزه اقتصادي شراكتداري قائم شي او په سرمايه كارۍ اېم او يوز لاسليك كېږي او دې سره به هېواد په يو نوي دوره كښې داخل شي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل د اولس آسانۍ لپاره سعودي عرب ويزه فيس كم كړې دې دې سره به سعودي كښې مېشته پاكستانيانو ته آسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل د سعودي وګړې چې كله هم پاكستان ته راځي په راتګ به ورته ويزه ترلاسه كېږي٬ دې سره به په كاروبار كښې آسانۍ پېدا شي او معاشي هلې ځلې به زياتې شي۔
متعلقہ مضامین
-
SME Finance Mela on 24th at LCCI
-
First BMW iX electric vehicle delivered in Pakistan
-
Governor Sindh, Ministers, MNAs call on PM
-
Pakistan made solid progress in past 75 years: Fawad
-
Reko Diq development to play significant role in socio-economic uplift: PM
-
Priyantha case trial to complete by April end
-
Pakistan highly values its partnership with IsDB: PM
-
PTI’s rally venue shifted to Parade Ground: Faisal
-
Services of 4000 employees of merged districts regularised: CM
-
Changa-manga politics stands buried: AJK PM
-
Changa-manga politics stands buried: AJK PM
-
Services of 4000 employees of merged districts regularised: CM