اسلام آباد ۔ 01 فروری(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاکستان د کشمیری اولس د هڅو پخوا هم ملاتړ كولو او بيا به هم كو ي۔ تر كومې چې كشميري اولس ته د خپلواكۍ منزل نه وي ترلاسه دا ملاتړ به دغسې روان وي۔ د كشمير په اړه هندي رويې ته په ټوله نړۍ كښې سپك كتلې شوي ۔ عمر فاروق او محبوبه مفتي هم په دې وئيلو مجبور شوي چې كشميريان د پاكستان سره مينه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ايوان قائد كښې د نظريه پاكستان كونسل او پاكستان آبزرور ګډې كنفرنس ته وكړه۔ کانفرنس ته د آزاد جموں او کشمیر اولس مشر سردار محمد مسعود خان او نورو مهمو شخصياتو هم خطاب وكړو۔ د اطلاعات وفاقي وزير خپل خطاب كښې ووئيل د کشمیری اولس هلې ځلې د نسلونو هڅې دي۔ او څنګه چې په كشمير كښې د نسلونو نههلې ځلې راروانې دي٬ دغسې پاكستان كښې هم كشميريانو لپاره زمونږ هڅې د نسلونو څخه دوام لري ۔ ده ووئيل مونږ كشمير سره تړون د زمكې نه د وينې او روح لرو۔ زمونږ وينه هم كشميريي اولس سره شرېكه ده۔ ده ووئيل د پاكستان هند سره د كشمير په مسئله بنيادي نقطه د نظر فرق دے۔ ده ووئيل موجوده حكومت كشمير كاز سره مخلص دے۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ هند سره غوره اړيكې غواړو ولې په دې لار كښې تر ټولو لوئې خنډ د هند سوچ دے او هغه په هر حال كشميرې اولس خپل غلام ساتل غواړي ولې د ظلم خو آخر يو حد وي او كله چې ظلم زياتېږي نو ختمېږي۔ ده ووئيل پاکستان د کشمیری اولس د هڅو پخوا هم ملاتړ كولو او سباؤن كښې به هم كوي۔ ده ووئېل تر څو چې كشميري اولس ته د خپلواكۍ منزل ترلاسه نه وي دا ملاتړ به دغسې روان وي۔كنفرنس كښې د مراكش٬ ملائیشیا، ترکيه او آذربائیجان سفيرانو او كشميري مشرتابه هم ګډون كولو
متعلقہ مضامین
-
Lumpy Skin not zoonotic disease, reports about transmission in humans rejected
-
Policy makers, parents should play vital role for ensuring child rights: Afshan
-
Pakistan’s economy on path of sustainable growth: PM
-
675 Kashmiri women killed, 23,000 widowed since 1989: Mushaal
-
‘Govt has launched various initiatives for youth’
-
Minister lays foundation stone of FST camp office
-
News desk of daily ‘Jang’ developed fake story about PTI MPs: Fawad
-
Opp to target Buzdar, Alvi after removing Imran: PPP
-
Deaf Pakistani engineer develops sign language app for hearing impaired
-
No fuel shortage, ‘highest stocks cover’ available for one month: Hammad
-
Indian troops martyr one more youth in Pulwama
-
Safepay and UBL to partner for acceleration of online payments