اسلام آباد ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د خزانې وزارت وياند ډاكټر خاقان نجیب وئيلي دي د تحريك انصاف حكومت 6 مياشتو كښې د بهرنيو پاكستانيانو لخوا په ترسيلات زر كښې 10 فيصده اضافه شوې چې ورسره به د هېواد د ادائيګو په توازن مثبت اغېز راشي۔ په سوشل ميډيا جاري كړي ټويټر پېغام كښې ده ووئيل د پاكستان حكومت به د ترسیلات انیشیټو استحکام جاری ساتي۔ ده ووئيل جولائی څخه تر دسمبر مياشتې د ترسيلات زر شرح 10 فيصده وه او ترسيلات زر تر 10ارب72 کروړ ډالر رسېدلي۔ تېر كال په دومره موده كښې دا ترسيلات زر 9ارب74کروړه ډالره وو۔ ده ووئيل ترسيلاتو كښې زياتوالي سره به د ادائيګو توازن مستحكم ساتلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده په پاكستاني سرمايه كارو زور راوړو چې د هېواد معيشت مستحكم كولو له نوره سرمايه راولېږي۔ ده ووئيل د حكومت د زيركتيا پالسيو غوره نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي دي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, India vow to implement Indus Waters Treaty in true spirit
-
IRSA releases 69030 cusecs water
-
Peshawar to get tube-well water for seven hours a day
-
CM condemns blast at mosque
-
CPO review security arrangements for Pak-Australia cricket matches
-
Drone camera hits Asifa Bhutto on face
-
Two Sessions of great significance for entire world: envoy
-
PHA to plant 300,000 native saplings: Khawar
-
President lauds Pak Navy for continuously foiling enemies’ designs
-
Security beefed up in Rawalpindi after deadly Peshawar blast
-
Fawad condoles demise of senior actor Masood Akhtar
-
Partly cloudy weather forecast for city