اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په ټول هېواد كښې د څلور اړخيزه كلين اينډ ګرين پاكستان كمپائن پرانسته كولو سره قام ته خواست كړې چې هغوي په دې كمپائن كښې بشپړه برخه واخلي٬د فضائي او د زمكي خيرنوالي پشمول د هر ډول خيرنتيا خاتمه به كولې شي٬په قامي كچه د صفائۍ تحريك به په رسمي توګه د اكتوبر په 13مه نېټھ پېل كېږي٬تر پنځم ټولګي به په نصاب كښې د صفائۍ او ماحولياتو ابواب شاملولې شي ٬د تحصيل په كچه به د صفائۍ انعامي سيالۍ كولې شي٬په ټول هېواد كښې د پېټرول پمپونو او سي اېن جي سټېشنو د بيت الخلا د صفائۍ باوري كولو سپارښتنې جاري كړې شوي ٬د كلين اينډ ګرين پاكستان سكاؤټس اندراج به كولې شي كوم به چې په رضا كارانه توګه د صفائۍ د كمپائن څارنه كوي٬په دې كښې به ځوانانو ته روزګار هم وركولې شي٬په پنځو كلونو كښې به لس اربه اونې نالولې شي٬د ماحولياتي بدلون په ضد به دا تر ټولو لويې كمپائن وي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د كلين اينډ ګرين پاكستان د كمپائن پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔په دې موقع د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار او د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان هم موجود وو۔دستورې ته د وزيراعظم د ماحولياتو صلاحكار ملك امين اسلم هم وېنا وكړه ٬ وزيراعظم عمران خان دستورې ته خپله وېنا كښې ووئيل مونږ له د مدينې رياست په اصولو پاكستان مخ په وړاندې بوتلل دي چرته چې د انصاف ٬ فلاحي رياست او د مېرټ بالادستي وه٬ د نړۍ تر ټولو عظيم لارښود هم په پاكوالي نه يوازې زور راوړې بلكه دا ئې نيم ايمان ګرځولې۔
متعلقہ مضامین
-
Sino-Pak workshop held to advance technology transfer
-
PTI loses to JUI in KP local govt elections
-
New Delhi on top of AQI list, Lahore on second
-
Sindh govt to provide bailout package to KMC employees: Murtaza
-
US consul general calls on Basharat
-
Alvi emphasizes contemporary education
-
NAB Lahore, Sukkur get new DGs
-
Judicial Commission to again follow up Justice Ayesha’s issue
-
Covid 19 has brought major shift in global politics: expert
-
President appoints two additional judges of IHC
-
Shehbaz running away from accountability, says Akbar
-
Nawaz Sharif ‘not returning home’