لاهور 07 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د اتوار په ورځ لاهور كښې د پنجاب صوبائی کابینې سره ملاقات کړې دې۔ وزیراعظم د پنجاب کابینه بلدیاتی نظام نافذ كولو او په هاؤسنګ پروګرام اعتماد كښې واخسته۔په دې مهال وزیراعظم د کابینې غړو ته په خپل خطاب کښې ووئيل د پی ټی آئی حکومت به پخواني بلدیاتی نظام كښې موجود خرابۍ لرې كولو سره نوې نظام راولي ، د بلدیاتی نظام مقصد اولسې خېر ښېګړه ده دغسې چې ځائې وګړو سره په لاندې كچه اقتدار وي۔ ده ووئيل دې نظام سره به پرمختيائي پروژې په وخت بشپړې شي، ده ووئيل دې نظام په اړه دې په وخت قانون سازي وكړې شي ٬بلدیاتی نظام كښې به مالی بې قاعدګۍ په وخت چیك كېږي۔ ده د پنجاب كابينې ته سپارښتنه وكړه چې ضمنی ټاكنې تحریك انصاف له زيات اهمیت لري په دې كښې کامیابۍ له دې بشپړه اولسي كمپائن وچلولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د نظام ښه والې له به سختې پريكړې كول وي۔ وزیراعظم په دې موقع کابینې ته سپارښتنه وكړه چې د تجاوزات په ضد كمپائن كښې دې كوم غریب وګړې له بې ځائه زحمت ورنه كړې شي۔ قبضه كونكو په ضد به عمليات روان ساتلې شي، وفاقی حکومت به په دې لړ كښې هر ډول مرسته كوي۔ وزیراعظم ووئيل تاسو ټولو له به د اولس خذمت له هلې ځلې كول وي۔ وزیراعظم صوبائی حکومت ته ووئيل هېواد كښې د ګیر کلین اینډ ګرین پاکستان كمپائن كښې د وفاقی حکومت مرسته وكړي۔ ده ووئيل د سرکاری ودانۍ او زمكې دې په ښھ ډول وكارولې شي۔ ده سپارښتنه وكړه چې د 100 ورځو پلان كښې دې ټول اهداف په وخت بشپړ كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
PM to inaugurate Al-Qadir university’s academic blocks today
-
IPO Pakistan members attend national security moot
-
Sacked employees ordinance: SC adjourns hearing till Dec 1
-
No match of PM’s public-centric priorities with PMLN leadership’s preferences: Gill
-
Dr. Ramesh Kumar appointed as NACP head
-
SC rejects KP request to change LG polls schedule
-
COP26 final document Indian proposal dents climate change pledge, says Amin
-
Governor briefs UK MPs on Pak role for Afghan peace
-
COAS visits AK Regimental Centre, formally installs Colonel Commandant
-
Sindh to buy 250 diesel hybrid buses
-
Agha Siraj Durrani told by SC to surrender before the NAB
-
National Boxing Championship continues