پېښور ۔01 اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اسمبلبۍ سپيكر مشتاق احمد غني سره پاكستان كښې د چين سفير ياؤجنګ د صوبائي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د چين سفير ووئيل چين ته پاكستان سره په ملګرتيا وياړ دے۔ چين به كوم هم سخت وخت كښې پاكستان يوازې نه پرېږدي۔ ده ووئيل سي پېك پراجېكټ د خېبر پختونخوا نه غېر نيمګړې دې۔ ده ووئيل په كوم ډول چې د خېبر پختونخوا د كلتور او آثار قديمه څانګې د بدھ د آثارو او ځايونو حفاظت كړې د ستائنې وړ دې۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې سپيكر مشتاق غني ووئيل د چين حكومت د خېبر پختونخوا روغتونونو او تعليمي ادارو كښې د اسانيو وركولو پراجېكټونو كښې مرسته كولې شي۔ ده ووئيل د چين حكومت سره يو يادښت كښې اېبټ آباد او د چين ارومچي ښار دوه برغوني ښارونه ګرځولې شوي دي۔ دې سره سره تر دې دمه نزدې درې سوه پاكستاني طالبعلمان د چين ژبې زده كولو له چين ته لېږلې شوي دي او نور 3 سوه طالبعلمان به اېم فل او پي اېچ ډي له لېږلې شي۔ په دې مهال د چين سفير د قومي ورځې كېك هم پرېكړو۔ ده ووئيل ماته د پېښور اولس سره د چين ورځې په لمانځلو ډېره خوشحالي شوې ده۔ سپيكر ده ته اعزازي شيلډ وړاندې كړو او ده ته ئې چترالۍ چغه او ټوپۍ ډالۍ كړه۔ د چين سفير د سپپيكر او دده د عملې په مېلمستيا كولو د زړه د كومي نه مننه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
President upholds Mohtasib’s decision ordering credit of lost amount to fraud victim
-
ICT Police making concerted efforts to curb drug-peddling
-
TAG partners with IDEMIA to offer eco-friendly debit card
-
SSGC stops gas supply to power plants to handle gas crisis
-
US wants regular military contacts with Pakistan, says NATO chief
-
COVID-19: Pakistan records 7 deaths, 411 new infections in a day
-
Amin Aslam, Zartaj Gul deny any brawl at COP-26, call Fityana’s statements baseless
-
PM to inaugurate Al-Qadir university’s academic blocks today
-
IPO Pakistan members attend national security moot
-
Sacked employees ordinance: SC adjourns hearing till Dec 1
-
No match of PM’s public-centric priorities with PMLN leadership’s preferences: Gill
-
Dr. Ramesh Kumar appointed as NACP head