اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد وئېلي دي په موټروے پوليس وياړ لرو ٬دا به لا فعاله او مستحكمه اداره جوړو۔پلانټ فار پاكستان مهم كاميابولو كښې وزارت بشپړ كردار ترسره كوي۔مواصلاتي انفراسټركچر به ماحول دوسته جوړوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په نېشنل هائي ويز اينډ موټروے پوليس لائسنس اتهارټي كښې د پلانټ فار پاكستان په سرخط دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل موټروے پوليس د هېواد هغه اداره ده كومې چې په لږ وخت كښې خپله ښه نامه ګټلې او مونږ په دې وياړ لرو۔ده ووئيل مونږ به دا اداره لا فعاله او مستحكمه كړو۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان هېواد خيرازه كولو له چې د لس اربه اونو نالولو كوم هدف وركړې د هغې لپاره د مواصلات وزارت خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د كائنات په ښكلا كښې اونې بنيادي كردار ترسره كوي ولې له بده مرغه زمونږ په هېواد كښې بې دردۍ سره اونې وهلې شي او د دې كبله زمونږ هېواد كښې ځنګلونه د 3 فيصده نه هم په كمه زمكه ولاړ دي ۔ده ووئيل زه نن پھ دستوره كښې د كوچنيانو په قامي شجركاري مهم كښې په برخه اخستلو خوشحاله شوې يم ٬ په دې مهال د موټروے آئي جي محمد عامر ذوالفقار خان پھ خپل خطاب كښې ووئيل په يوه اونۍ كښې 50 زره اونې نالې كړې شوې او په راروانو 70 ورځو كښې به نورې 2 لكه اونې نالولې شي۔دستوره كښې د اسلام آباد بېلو سكولونو٬كالجونو او مدرسو طالبعلمانو او غېر ملكي سفارتكارو پشمول نورو مهمو شخصياتو هم ګډون كولو
متعلقہ مضامین
-
Committee addresses 248 cases of expats
-
Experts for promoting Pakistan’s initiatives on climate change
-
PTI has pushed country into an ‘economic abyss’
-
Rescue 1122 advises not to use gas compressors during winter
-
CM KP orders to stop illegal construction at tourist spots
-
COVID-19: Pakistan records 10 deaths, 475 new cases in last 24 hours
-
India has intensified reign of terror in IIOJK: AJK PM
-
Seminar debates ways to apply Chinese models in Pakistan
-
Crackdown on drug pushers to continue: IGP
-
President to sign Protection of Journalists, Media Professionals Bill today
-
Pakistani man, wife, two little boys die in Spain squat fire
-
Commission on enforced disappearances issues report