اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د سوئېلي آسيائي منطقې ستونزې يو ډول دي٬پھ مشوره او په شريكه مرسته د جامع حكمت عملۍ د لارې پھ چېلنجونو قابو موندل كېدې شي٬په منطقه كښې د روغتيا او صفائۍ آسانې هر يو تن ته رسولو لپاره كنفرنس كول د ستائنې وړ اقدام دې۔ده دا خبرې د شورو په ورځ پھ سوئېلي آسيا كښې د روغتيا او صفائۍ په موضوع د كنفرنس پرانستې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔اولس مشر ووئيل چې په دې حقيقت كښې هېڅ شك نشته چې دا د آسيا پیړۍ ده او سوئېلي آسيا د دې منطقې زړه دې۔ټوله نړۍ د دې منطقې نه هيلې لري٬اقتصادي لارې د بېلا بېلو منطقو ترمينځه فاصلې كمولو سره د سيمه ايز پرمختګ او خوشحالۍ د يو نوې دور بنياد ايخې۔ده ووئيل چې د منطقې د اولس خېرښېګړی او د معيشت بهترۍ لپاره ضروري ده چې د سوئېلي آسيائي هېوادونو په ماحول كښې نوره بهتري هم راشي۔اولس مشر ووئيل چې په نړۍ كښې هغه قامونه او منطقې د خوشحالۍ منزل ته رسي كوم چې د خپل اولس د ژوند معيار لوړ كړي۔د نړۍ د ډېرو منطقو نه معلومېږي چې بېلا بېلو هېوادونو خپل اختلافات يو خوا ته كولو سره په خوشحالۍ سره يو بل سره مرسته كړې بايد مونږ هم داسې وكړو كه چرته د منطقې هېوادونو پھ خپلو وړو ستونزو د قابو موندلو طريقه زده نه كړه نو د دې آغېز به په راتلونكو نسلونو وشي۔ده ووئيل چې په پاكستان كښې د تېرو دريو لسيزو په مهال د روغتيا او صفائۍ پھ اړه ډېر پرمختګ شوې٬زه خوشحاله يم چې داسې كاميابۍ سري لنكا او مالديپ هم ترلاسه كړی دي او په دې د مباركۍ حق دار دي۔اولس مشر پھ دې موقع د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مشاهد الله خان هڅې هم وستائېلې۔دستورې ته د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مشاهد الله خان هم وېنا وكړه۔پھ دې كنفرنس كښې د سوئېلي آسيائي هېوادونو وزيران٬پوهان او استازي ګډون كوي۔افغانستان٬بنګله دېش٬بهوټان٬هند٬مالديپ٬نيپال٬پاكستان او سري لنكا د سېنېټېشن په اړه د سوئېلي آسيائي كنفرنس غړي دي او په هر هېواد كښې دا كنفرنس وار پھ وار كېږي
متعلقہ مضامین
-
Empowered LG system imperative to address people’s problems, says Fawad
-
China to work with Pakistan to implement Karachi project
-
PM tasks FIA to probe ‘high-cost’ road construction projects during PML-N tenure
-
APHC seeks probe by UN into brutalities of Indian troops
-
COVID declines while dengue rises in Karachi
-
MDCAT students meet PM’s aide on health services, discuss mechanism to resolve problems
-
Denmark FM due in capital today on two-day official visit: FO
-
Qureshi shares with Danish FM dossier on Indian war crimes
-
US calls for Pakistan action on militants ‘without distinction’
-
IGP hands over modern arms to merged districts’ police
-
Pak-China Institute officially inaugurated in Gwadar
-
Sarwar for national harmony to combat challenges