اسلام آباد 30 مئی (اے پي پي) د فوډ سکیورټی وفاقی وزیر رانا تنویر حسین وئيلي دي چې خریف سیزن كښې یوریا وركولو ته به خاص پام لرنه كولې شي،د كروندګرو د ګټو تحفظ زمونږ د حكومت ایجنډا او مشن دې، بلیك مارکیټنګ كښې د ككړ ډیلرز او ډسټری بیوټرز په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د فرټیلائزر سپلائی چین او بيعو په اړه د اقدامات جاج اخستلو لپاره د اعلیٰ پائې کمېټۍ دويمې غونډي مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د پاور ډویژن وفاقی وزیر سردار اویس لغاری ،د توان او پټروليم وفاقی وزیر مصدق ملك او د قامی اسمبلۍ غړي سید خورشید شاه ، معین وټو ،اظهر خان لغاری ،فتح الله خان او د نوابزاده میر جمال خان رئیسانی پشمول د فوډ سکیورټی وفاقی سیکرټری محمد فخر عالم او انډسټری وفاقی سیکرټری وسیم اجمل چوهدری ګډون كولو۔په غونډه كښې د فرټیلائزر سپلائی چین او بيعو په اړه د شويو اقدامات تفصیلی جاج واخستلې شو۔ وفاقی وزیر رانا تنویر حسین ووئيل خریف سیزن كښې يوريا وركولو ته خاص پام لرنه كوو ، خریف سیزن كښې د یوریا هدف پورا کولو لپاره دوه لکهه میټرك ټنه سره درآمد کوو۔ده ووئيل د فرټیلائزر قاچاق مخنيوي لپاره به ټول ضروری اقدامات باوري كولې شي،د كروندګرو د ګټو تحفظ زمونږ د حکومت ایجنډا او مشن دې۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan looks forward to engaging with US at all levels
-
Rs 360 mln funds released for rescue, relief activities: PDMA
-
Ever increasing LPG prices may lead country to ecological collapse
-
Workshop on space science for students held
-
Ornaments, fodder for sacrificial animals attracting buyers
-
Sherry briefs Kerry on climate change impacts over Pakistan
-
22 gangs busted, looted valuables of worth over Rs 12.8m recovered in June
-
ECC decides to reduce gas rates for industry
-
Govt to ensure peaceful observance of Ashura: Musadik
-
Eidul Azha to be celebrated in Kashmir with full zeal and fervor
-
KP CM agrees to upgradation of PFI to full-fledged university
-
Civic agencies to ensure cleanliness on Eidul Azha