ملتان۔ 15 مئی (اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د شورؤ په ورځ د صوبائي اسمبلۍ پخواني غړي ملك سليم لابر په سركټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په سيمه ايزو ٬ سياسي او نورو مسئلو خبرې وشوې۔ د دې نه ځانله مختلف طبقه فكر سره تعلق لرونكو پلاويو هم ده سره ملاقات وكړو۔ د ګیلانی لاء کالج دوه كسيزه پلاوي ،پرنسپل ډاکټر سمزا فاطمه او اېسوسی اېټ پروفېسر ډاکټر محمد بلال سید یوسف رضا ګیلانی سره ملاقات وكړو۔ په دې موقعه د سېنېټ چيئرمېن ووئيل زده كړو لپاره زمونږ د كورنۍ خذمات به تل ياد ساتلې شي٬ مونږ نه يوازې په پرمختيائي كارونو بلكې په تعليمي ٬ سماجي او نورو څانګو كښې هم خذمت كړے دے۔ د ده وېنا وه چې ګېلاني كورنۍ د زده كړو څانګې لپاره كوم خذمات ترسره كړي دي هغه زمونږ لپاره د درناوي خبره ده۔ وروستو سيد يوسف رضا ګيلاني د سول سوسائټۍ فورمز پلاوي سره ملاقات وكړو۔ شاهد محمود انصاری د سېنېټ چيئرمېن ته په ملتان ښار كښې د 5 سوه اونو لګولو كمپائن بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړله۔ د آل پاکستان ټېنېور ټرېک ایسوسی اېشن پلاوي هم سيد يوسف رضا ګېلاني سره ملاقات وكړو او دې يۍ له خپلو مسئلو څخه خبر كړو۔ د سرائیکستان ډېموکرېټک ګوند چيئرمېن رانا سرفراز نون سره د خپل پلاوي سيد يوسف رضا ګېلاني سره ملاقات وكړو۔ ده د سېنېټ چيئرمېن ته روايتي اجرك ډالۍ كړو او ده ته يۍ د سېنېټ چيئرمېن منصب په سنبالولو مباركي وركړه۔ الطاف کھر، ملک نسیم لابر، افتخار شاہ، ملک خرم، ملک اطهر مړل، صدیق لابر، ملک اجمل لابر او نور پلاوي هم په ملاقات كوؤنكو كښې شامل وو۔ په دې موقعه د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د ټولو پلاويو مننه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Timely conclusion of development projects top priority: Ziaullah
-
IBA Karachi sets new strategic direction at Leadership Retreat 2022
-
Oscars invites filmmaker Mohammed Ali Naqvi as a member
-
India, Pakistan exchange lists of prisoners
-
Patel urges preventive measures against Covid-19
-
Mother arrested after son kills elder brother, sister-in-law
-
‘Look Africa’ policy opens new avenues of cooperation: Sanjrani
-
India, Pakistan exchange lists of prisoners
-
Marriyum takes notice of attack on senior journalist Ayaz Amir
-
APHC-AJK Convener writes to G20 countries about India’s nefarious designs
-
Islamabad police to take action against illegal cattle markets
-
Steps being taken to facilitate public access to green power