اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات،خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي چې نګران دور كښې جمهوریت او د رايو څرګندونې آزادۍ ته فروغ وركولو له كار شوې،هڅې مو كړې چې اولس له درست او صحیح معلومات وركړې شي۔د خالي په ورځ نګران وزیر اطلاعات مرتضی سولنګی په اعزاز كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت كښې الوداعی دستوره وشوه۔د وزارت د اړخه نګراں وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوي۔ وفاقی وزیر اطلاعات مرتضیٰ سولنګی نګران دور كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت چارواكو او عملے په مرسته كولو مننه وكړه۔ ده وئويل تيرو څو مياشتو په مهال د اطلاعاتو وزير په هيڅ ما خپل فرائض په ښه ډول ترسره كړي په دې زه د لوے څښتتن مننه كوم۔د اطلاعات وزارت قلمدان زما لپاره اعزار او ذمه واري وه۔ مرتضیٰ سولنګی ووئيل نګران دور كښې جمهوریت او د رايو څرګندونې آزادۍ ته فروغ وركولو له كار شوې،هڅې مو كړې چې اولس له درست او صحیح معلومات وركړې شي۔وزارت اطلاعات كښې محنتی او قابل افسران موجود دي۔مرتضیٰ سولنګی ووئيل زه په وزارت کښې د ټولو ادارو د مشرانو هم مننه ك وم چا چې نګران دور حکومت كښې زما بشپړه مرسته كړي ،هيله لرم چې زما نه پس به راتلونكې وزیر اطلاعات هم جمهوریت او د رايو څرګندونې آزادۍ ته و دې وركولو لپاره كار وكړي۔دستوره كښې سیکریټری وزارت اطلاعات، ایډیشنل سیکریټری، پرنسپل انفارمېشن آفیسر، ډائریکټر جنرل ایکسټرنل پبلسټی ونګ، ډائریکټر جنرل انټرنل پبلسټی ونګ، ایګزیکټو ډائریکټر جنرل انفارمېشن سروس اکیډمی په نګران دور كښې د وزارت کارکردګۍ په اړه د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔سیکرټری اطلاعات شاهیره شاهد وئويل وفاقی وزیر اطلاعات مرتضیٰ سولنګی په يو مشکل وخت كښې د وزارت چارج سنبھال كړې ؤ ، هغه د ډيرو چیلنجونو سره مخ وو۔وفاقی وزیر اطلاعات په خپله لنډه موده كښې عمر له د جمهوریت او د رايو څركندونې آزادۍ لپاره كار كړې۔د دستورې په آخر كښې وفاقی سیکریټری اطلاعات نګراں وفاقی وزیر اطلاعات مرتضیٰ سولنګی له یادګاری شیلډ هم وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Turkey vow to ‘upgrade’ ties
-
Azadi March: PHC grants transit bail to Imran Khan till June 25
-
Aurat March demands proactive actions for women facilitation
-
Police conduct, misleading info ‘exacerbated’ Imaan’s trauma: IHC
-
PHC gives IK pre-arrest bail in Azadi March FIRs
-
China-Pakistan working group meeting stresses safe, smooth progress of CPEC projects
-
SNGPL’s pilot project ‘Customer Services Kiosk’ inaugurated
-
Hajj flights to start from June 6
-
Cabinet body mulls filing treason case against Imran
-
CJP asks govt to appoint NAB chairman on merit
-
Punjab ministers demand bullet-proof vehicles
-
Pregnant woman gang raped by five men in Jhelum