اسلام آباد۔5 فروری(اے پی پی) نګران داخله وزير ډاكټر ګوهر اعجاز وئيلي دي چې په امنيتي ځواكونو او عامو وګړو بريدونه كوؤنكي ترهګر د كوم هم رعايت مستحق نه دي۔ د داخله وزارت لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې ده په ډېره اسماعيل خان كښې په پوليس سټېشن د ترهګر بريد غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښې د لس پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د ملت مېړنو فرزندانو د هېواد او قام ساتنې لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه٬ شهيدانو ته سلام وړاندې كوؤ او د هغوي لوړو درجو له لاس په دعا يؤ۔ ډاكټر ګوهر اعجاز ووئيل چې د شهيدانو د كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يؤ او په بريد كښې د ژوبل شويو 6 ځوانانو زر روغتيا له دعا كوؤ۔ ده زياته كړه چې پوليس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړې كړي۔ نګران داخله وزير ګوهر اعجاز ووئيل چې امنيتي ځواكونه او عام وګړي په نخښه كوؤنكي ترھګر د كوم هم رعايت مستحق نه دي٬ ټول اولس د ترهګرۍ په ضد جنګ له يو موټے دے او كه پاك پروردګار ته منظور وي هېواد څخه به د ترهګرۍ نوغې ختم كړؤ۔
متعلقہ مضامین
-
Govt extends deadline for depositing Hajj dues
-
75% work on first AI lab under CPEC complete
-
Justice Faez Isa strongly objects to elevation of ‘junior’ judges to SC
-
Ghani for timely completion of ADP schemes
-
KP issues public advisory for protection from Leishmaniasis
-
NAB amends to directly benefit Sharifs: Qureshi
-
Missing persons: IHC orders notices served to Musharraf, succeeding PMs
-
Fisherman becomes millionaire overnight in Gwadar
-
Takht-i-Bahi-world heritage site attracts European tourists
-
PM Shehbaz hopes to strengthen ties with UK in various fields
-
NEPRA approves price hike of Rs3.99 per unit
-
Retired school teacher, lecturer get relief