پېښور/مردان 02 فروري (اے پي پي) د هېواد نورو برخو په ډول د خېبر پښتونخوا مردان ضلع كښې هم د ټولټاكنو په لړ كښې د سياسي ګوندونو او كانديدانو لخوا انتخابي كمپائن په زور اوش ور سره روان دے ٬ د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن اے 22 مردان ټو د پخواني وزيراعلٰې امير حېدر خان هوتي او د پي ټي آئي ملاتړ لرونكي پخواني صوبائي وزير عاطف خان ترمېنځه د زورورې مقابلې امكان دے ٬ په ټاكنو كښې يواچې شپږ ورځ پاتې دي٬ سياسي او آزاد كانديدانو ووټران قائل كولو لپاره كور په كور كمپائن سره سره لاريون او كارنر ميټنګز كښې تېزي رواستې او د دې نه علاوه كانديدانو په سوشل ميډيا او قامي ورځپاڼو كښې هم اشتهارات وركول پېل كړي ۔ په مردان ضلع كښې د ټول اولس نظر په اېن اے 22 مردان دے چرته چې د پخواني وزير اعليٰ امير حېدر خان هوتي او د تحريك انصاف مرستيال د پخواني سينئر وزير محمد عاطف خان يو بل ته مقابل دي۔ د كال 2013 په ټاكنو كښې په دې حلقه امير حېدر خان هوتي 44 زره 769 رائې اغستو سره كاميابي ترلاسه كړې وه او د پي ټي آئي ناصر خان 42,068 سره په دوېم لمبر ٶ٬ دغسې د كال 2018 په ټاكنو كښې حېدر هوتي 78 زره 911 ووټونو سره خپله كاميابي په ځائ ساتلو سره عاطف خان ته يواځې په 35 ووټونو ماتې وركړې وه۔ په اېن اے 21 مردان I مجاهد خان د آزاد كانديد په توګه په ټاكنو كښې برخه اخلي او د ده په مقابل كښې د اے اېن پي٬ پي پي پي او جے يو آئي (ف) كانديدان په مېدان كښې دي۔ دغسې په اېن اے 23 مردان 3 پخوانے وفاقي وزير علي محمد د آزاد كانديد په توګه په ټاكنو كښې برخه اخلي۔ علي محمد په كال 2013 كښې د پي ټي آئي په ټكټ 58 زره 577 ووټونه ترلاسه كولو سره كامياب شوے ؤ او د جے يو آئي ف مولانا محمد قاسم 56,318 ووټونو سره په دوېم لمبر ٶ٬ دغسې په دې حلقه د تحريك انصاف باني 76 زره 681 رائے ترلاسه كولو سره د جے يو آئي (ف) ځائي كانديد مولانا قاسم ته ماتي وركړې وه٬ مولانا قاسم 68 زره 181 ووټونه ترلاسه كړې وٶ۔د الېكشن كمېشن له مخئ په مردان ضلع كښې په مجموعي توګه د رجسټرډ ووټرانو شمېره 15 لكه 38 زره 78 ده چې پكښې 6 لكه 96 زره 382 مېرمنې شاملې دي٬ دلته د پولنګ سټېشن شمېره 1,055 ده چې پكښې 353 نارينه او 319 زنانه ووټرانو لپاره جوړ كړے شوي او د دې نه علاوه 383 پولنګ سټېشن مشتركه دي۔ د قامي اسمبلۍ په دريو واړو چوكو د دوو مېرمنو پشمول په مجموعي توګه 42 كانديدان په مېدان كښې ولاړ دي او دغسې د مردان په خېرازه ضلع كښې د صوبائي اسمبلۍ په اته چوكو د دريو مېرمنو پشمول 105 كانديدان په مقابله كښې دي
متعلقہ مضامین
-
Indian court sentences Yasinb Malik to life imprisonment
-
1,700 PTI supporters detained in 4000 raids
-
Local government elections in Balochistan to be held on May 29
-
IHC directs FIA to review its case against Sami Ibrahim
-
PTI’s march increases pollutants’ ratio in Islamabad: PakEPA
-
Renowned mountaineer Ali Raza Sadpara dies at 66
-
Monkeypox may persist in body for 10 weeks, even after rash fades: Study
-
Spiritual Therapy – miraculous healing powers of Surah Ar-Rahman
-
PM leaves for three-day visit to Turkey today
-
Karot hydropower project to meet Pakistan’s electricity needs, boost sustainable development: China
-
Admin warns of action against vioaltion of building code
-
ECP decreases NA seats to 336 in preliminary delimitation