اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو او پارلماني چارو وفاقي وزير مرتضي سولنګي وئيلي دي د الېکشن کمېشن لخوا د ټاكنو په نيټه كښې هېڅ ډول پراختيا او بدلون په ايجنډا نشته، تر دې دمه كومه داسې پېښه نه ده رامخې ته شوې كومه چې د ټاكنو د ځنډولو سبب وي٬ كشمير د هند داخلي مسئله نه ، يوه منلې شوې نړيواله مسئله ده۔ کشميرے اولس به له خپل حق څخه لاس په سر شي او نه به پاکستان له خپل اصولي دريځ څخه وروستو شي٬ وفاقي كابينې د كشمير په اړه د هندي سپريم كورټ پرېكړه غېر قانوني ګرځولو سره مسترد كړې٬ وفاقي كابينې د پاكستان د اولنۍ ”نېشنل اسپېس پالېسۍ“ منظوري وركړې٬ كابينې په پاكستان كښی داسې افغان وګړو چا له چې كوم بل درېم هېواد پلو تلل دي٬ لپاره په قاعدو او ضابطو كښې د بدلون منظوري هم وركړې ۔ د داسې افغان وګرو په پاكستان كښې د پاتې كېدو موده تر 29 فروري 2024ء غزولې شوې ٬ كابينې د اختيارات په ناوړه توګه كارولو د منېجنګ ډائرېکټر نېشنل ټېلی کمیونیکیشن کارپوریشن کنټرېکټ په فوري توګه د منسوخ كولو سره د هغه په ضد د تاديبي كارروايۍ منظوري هم وركړې۔ وفاقي كابينې د سي سي اېل سي په 6 م دسمبر 2023ء شوې غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق كړے چې له مخې به يۍ د سائبر کرائمز مخ نيوے، پراسېکیوشن او پرېكړې له اړوند نیشنل سائبر کرائم انوسټی ګېشن ایجنسی او ټېلی کام ټربیونل جوړولے شي۔ د شورؤ په ورځ نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان او نګران وفاقي وزير عمر سېف سره په ګډه د كابينې غونډه كښې د شوو پرېكړو څخه ميډيا خبرولو كښې نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي ووئيل د نګران وزيراعظم په مشرۍ كښی د وفاقي كابينې غونډه كښې په ضلع ډیرہ اسماعیل خان كښې په پولیس اسټېشن د ترهګرو د بريد سخته غندنه وكړې شوه۔ د پیښې په نتيجه كښې شهيدو شوو له د لوړو درجو ژوبل شوو له د زر روغتيا او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړې شوه۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل پاكستانے اولس په خپلو شهيدانو وياړ لري ٬ د ترهګرۍ ناسور په بشپړه توګه ختمولو له به دا جنګ روان وي٬ د ترهګرۍ دا ډول د بزدلۍ پېښې د پاكستاني اولس حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ نګران وفاقي وزير ووئيل وفاقي كابينې د مقبوضه كشمير په اړه د هندي سپريم كورټ غېر قانوني پرېكړه هم مسترد كړې۔ ده ووئيل د جموں وكشمير د سباؤن پرېكړه بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې وكړې شي۔ وفاقی کابینې په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې هغه د هند لخوا د كشمير د آزادۍ سلب كولو اقدام غندنه وكړي۔ نګران وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم په غونډه كښې دا خبره ښكاره كړې چې مونږ دا ګڼو چې دې تش د نامې پرېكړې سره به د كشمير مسئلې منصفانه حل لپاره زمونږ هڅې لا ګړندۍ شي۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ مرتضیٰ سولنګی ووئيل نګران وفاقي كابينې افریقه انګېج پالیسي تر مخه د جمهوریه ګېمبیا او پاکستان خارجه وزارت ترمينځه د تفاهم يادښت لاس ليك كولو منظوري وركړې۔ كابينې د اختيارات په ناوړه توګه كارولو د منېجنګ ډائرېکټر نېشنل ټېلی کمیونیکیشن کارپوریشن کنټرېکټ په فوري توګه منسوخ كولو سره د هغه په ضد د تاديبي كارروايۍ كولو منظوري وركړې۔ د نوي اېم ډي تر تعيناتې به میاں محمد شفیق، چیف اېګزېکټو انجینئر د لنډ مهاله اېم ډي په حېث ذمه وارۍ تر سره كوي۔ ده ووئيل كابينې په پاكستان كښی داسې افغان وګړو ٬ كومو له چې بل درېم هېواد پلو وتل دي٬ لپاره په قاعدو او ضابطو كښې د بدلون منظوري وركړې۔ پاكستان كښې تر زياتې مودې پاتې كېدو په نتيجه كښې په هغوي لګولې شوې د 800 ډالرو هرجانه 400 ډالره كړې شوې او د دوي د مودې نېټې 31 دسمبر 2023ء څخه تر 29 فروري 2024ء غزولې شوې ۔ ده ووئيل وفاقي كابينې د پاكستان د اولني”نېشنل اسپېس پالیسۍ “ هم منظوري وركړې۔ د پالېسۍ له مخې به نه يواځې په پاكستان كښې بلكې په نړيواله كچه د عصري غوښتنو له مخې ”اسپېس رېګولېټری رجیم“ جوړولے شي۔ ده ووئيل وزيراعظم د اولني اسپېس پالېسي جوړولو كښې د آئي ټي او ټېلي كام ٬ سپارکو، د دفاع وزارت او نورو اړوندو ادارو هڅې ستائلې۔ دغسې وفاقي كابينې د کورنګی فشریز هاربر اتھارټي اېم ډي خذمات په سمدستي توګه خپلې ادارې ته د بېرته وركولو منظوري وركړې او په اداره كښې د رامخې ته شوې بد انتظامۍ تحقيقات كولو منظوري يۍ هم وركړې۔ د نوې اېم ډي تر نعيناتې ریئر اېډمرل شاهد احمد، ډی جی آپرېشنز پورټ قاسم اتھارټی ته د اضافي چارج وركولو منظوري وركړې شوې۔ ده ووئيل وفاقي كابينې د روغتيا وزارت په سپارښتنه د ډاﺅ ډینټل کالج کراچي ، نارووال میډیکل کالج، نارووال، لیاقت انسټیټیوټ آف میډیکل اینډ هیلتھ سائنسز، تھټه او خیرپور میډیکل کالج خیرپور میرس ابتدائی منظورۍ له پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کالج ته د لېږلې شوې پرېكړې توثیق كړے۔ دغسې كابينې په غونډه كښې خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل مونږ غواړؤ چې فارما انډسټري وده وكړي ولې بياهم د بيعو او د داروګانو د معيار په اړه به د اولس ګټې مقدم وي۔ ده ووئيل وفاقي كابينې هدايت كړے چې په راروانه غونډه كښې دې په موجود ډرګ پالېسۍ كښې بدلون لپاره د روغتيا وزارت وفاقي كابينې ته بريفنګ وركړي۔ نګران وفاقي وزير ووئيل وفاقی کابینې د لېجسلېټو كېسز (سي سي اېل سي) د 6 دسمبر 2023ء غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق هم كړے۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې د اطلاعات وفاقي نګران وزير ووئيل تر دې دمه د پاكستان كوم عدالت او آئيني ادارې موجوده نګران حكومت غېر قانوني نه دے ګرځولے۔ ده ووئيل د وفاقي كابينې په غونډه كښې د ترهګرۍ پېښو بشپر جاج اغستلے شوے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په غېر قانوني توګه د مېشته كسانو خپلو هېوادونو ته ستنېدو په اړه شمېرې داخله وزارت جاري كوي۔ نزدې څلور نيم لكه كسان خپلو هېوادونو ته بېرته تلي دي۔ ده ووئيل دلته هغه كسان هم شته د كومو منزل چې كوم درېم هېواد دے٬ هغي سره خبرې روانې دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ډېره اسماعيل خان پېښې مو سخت نوټس اخستے ، وزیراعظم پخپله ډېره اسماعيل خان ته لاړو ٬ مونږ دا پیښه په جدي توګه اخلؤ۔ ده ووئيل د مولانا فضل الرحمان په اړه داخله وزير وضاحت كړے دے٬ هغه ته سېکورټی وركول زمونږ ذمه واري ده۔ د الېکشن کمېشن لخوا د ټاكنو په نيټه كښې هېڅ ډول پراختيا او بدلون په ايجنډا نشته، ده ووئېل تر دې دمه كومه داسې پېښه نه ده شوې كومه چې د ټاكنو د ځنډولو سبب وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د فلسطين اولس د تېرو 75 كلونو څخه د خپلې خپلواكۍ حق له جنګ كوي٬ كه د فلسطيني رياست په جوړولو كښې هغوي كامياب نه شول نو د دې مطلب دا نه دے چې هغوي له خپل حق څخه لاس په سر شي۔ ده ووئيل كشمير يوه نړيواله شخړه ده كومه چې هند پخپله د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وړلې وه۔ په دې اړه د سلامتي كونسل قراردادونه موجود دي۔ ده ووئيل كشمير د هند داخلي معامله نه بلكه يوه منلې شوې نړيواله شخړه ده٬ نه خو به كشميرے اولس له خپل حق څخه لاس په سر شي او نه به پاكستان له خپل اصولي دريځ څخه وروستو شي
متعلقہ مضامین
-
Mobile phone import increases 3.93pc in 9 months
-
Hamza moves LHC against delay in oath-taking as CM
-
Ibrahim Murad stresses on creativity for national development
-
7,918 cases registered against kite flying, aerial firing in Punjab
-
Balochistan Awami Party delegation calls on prime minister
-
Protection of country’s environment top most agenda: Sherry
-
Court grants interim bail to another MPA in Punjab Assembly ruckus case
-
Commuters seek PM’s intervention to pace up Islamabad Expressway project
-
People involved in ‘economic terrorism’ will not be allowed to escape: Sana
-
BankIslami Plant-a-Hope IV: Planting trees, commemorating Earth Day
-
Pakistan-China JWG discusses cooperation in science and technology
-
HED launches professional development programme for teachers