اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير جلیل عباس جیلانی وئيلي دي چې د جمو او کشمیر په د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په قراردادونو عملدرآمد د سيمې امن باوري كولو له ضروری دې۔ نیویارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 78مې غونډې په موقع ”الجزیره“ ټی وی سره مركه كښې خارجه وزير ووئيل په دغه قراردادونو عملدرآمد نه كولو سره د سيمې په امن نيغ په نيغه اثر پريوتې۔ دې نه ځانله پاکستان او هند دواړو پرمختګ او سوئيلي اسياﺀ هېوادونو سيمه ايزي مرستي تنظیم (سارك) هم ځپلې كېږي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو په تناظر كښې کشمیر د پاکستان او هند ترمينځه تر ټولو مهمه او بنيادي مسئله ده چې پكښې د کشمیریانو د هيلو له مخې غیر جانبدارانه استصواب رائے غوښتنه شوي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګنونه وكړه چې قراردادونه 70 كاله وړاندې منظوريدو باوجود په هغې عملدرآمد نه دې شوې۔ده په ګوته كړه چې کشمیر محاصره كښې دې او وادی كښې 7 لكهه څخه زيات هندي عسكر تعینات دي، مقبوضه کشمیر كښې وګړي د بشري حقونو خلاف ورزۍ سره مخ دي۔ کشمیر انسانی زندان ګرځولو سره ده ووئيل وګړي د خپل منصفانه حقوق څخه محروم کړې شوي او کشمیری لارښود هند نظر بند کړې دي۔ ده ووئيل پاکستان او هند په دې شخړه جنګونه هم كړې۔خارجه وزير ووئيل دا د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل ذمه واري ده چې په خپل قراردادونو عمل درآمد باوري كړي كوم چې د اوږدې مودې راهسې د التوا ښکار دې۔ده د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې په موقع په نیویارك كښې د او آئی سی د فلسطین لپاره رابطه ګروپ په غونډه كښې د ګډون ذکر وكړو چرته چې د فلسطین اولس د پاکستان د بشپړه يووالي څرګندونه كړې۔ ده د کشمیر او فلسطین په اړه د ملګرو ملتونو په قراردادونو زر تر زره په عملدرآمد زور راوړو۔ موسمیاتی بدلون تباه کن اثرات په اړه خبره كولو سره ده ووئيل دا د پاکستان لپاره يو لوئ چیلنج دې ځكه چې پاكستان په 10 تر ټولو زيات منفی توګه ځپلې شوې هېوادونو كښې شامل دې۔ وزیر خارجه جلیل عباس جیلانی ووئيل د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل موسمیاتی تباهۍ نه پس زيات مرستياله کردار ترسره كړې او د پاکستان لپاره په جنیوا كښې د کنفرنس په كولو ئې د هغه مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Qureshi, Khattak meet PML-Q leaders, convey PM’s message
-
Two children burnt to death in Mangla shanty blaze
-
KP all set to preserve heritage sites
-
Poultry, dairy farms under AIP revitalization scheme inspected
-
Punjab, Sindh bag Inter Provincial Netball Championship titles
-
FM urges the world not to see Afghanistan through a regional prism, but a ‘shared responsibility
-
Govt to procure 3500,000MT wheat
-
IBA Karachi holds ‘Development: Discourses and Critiques’ moot
-
Over 43m children administered polio vaccine in capital
-
IHC serves notices to ECP in PTI’s plea
-
All sets for LB polls in district Abbottabad: Tariq Marwat
-
Consultative session held at Ombudsperson’s office