اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی)د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئېلي دي چې وزيراعظم انوار الحق كاكړ خارجه وزارت او د پاكستان خارجه مشنز ته هدايت كړې چې هغه دې د سمندرې پورې پاكستانيانو خېرښېګړی لپاره په تندۍ سره كار وكړي۔ وياندې د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل چې وزيراعظم تېره ورځ د خارجه وزارت دوره وكړه چرته چې هغه ته د پاكستان خارجه پالېسۍ په اړه بريفنګ وركړې شو۔ دې ووئيل چې بريفنګ كښې بهرنيو هېوادونو سره د پاكستان د اړيكې ټولو اړخونو٬ د خارجه وزارت كار٬بېلو منطقو او هېوادونو سره د اړيكې لا قوي كولو اوسنو هڅو او د سباؤن د ترجيحاتو احاطه وكړې شوه۔ وزيراعظم د خارجه وزارت او بېلو هېوادونو كښی د پاكستاني مشنز لخوا بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته آسانۍ وركولو سره اړوندو اقدامات څخه خبر كړے شو۔ وياندې ووئيل چې وزيراعظم يو متحركې خارجه پالېسي او د ګردې نړۍ هېوادونو سره تجارت٬ سرمايه كارۍ٬ اقتصادي سفارت كارۍ٬رابطو او د اولسي سفارتكارۍ حوالې سره د پاكستان اړيكو لا پياوړتيا له خپل وژن وړاندې كړو۔ هغه خارجه وزارت او پاكستاني خارجه مشنز ته هدايت وكړو چې هغه دې د سمندر پورې پاكستانيانو خېرښېګړی لپاره تندۍ سره كار وكړي۔
متعلقہ مضامین
-
Govt to file reference in SC for interpretation of Article 63-A: Fawad
-
City School holds Long Service Awards 2022
-
Vote of party dissident MNAs not to be counted under Article 63-1A: Fawad
-
Warmer temperature expected in coming days: PMD
-
Measure afoot to facilitate residents during Ramazan
-
Astronomy camp commences at IST
-
Khan standing firm: Shahbaz Gill
-
Over 2500 students participated in human flag activity at F-9 Park
-
Fawad asks opposition to set free parliamentarians ‘imprisoned’ at Sindh House
-
Fawad asks opposition to set free parliamentarians ‘imprisoned’ at Sindh House
-
PRCS, NDMA ink MoU to boost cooperation
-
Work starts for Gwadar 1.2 MGD water desalination plant