كراچي 07 دسمبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د هېواد معيشت لا ښه كولو له كاروباري طبقې له ښه چاپېرچل وركولو له د عزم پخلي كولو سره وئېلي دي حكومت په هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي٬د پاكستان سټاك ايكسچينج د 60 زره حد عبور كول تاريخي كاميابي ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پاكستان سټاك ايكسچېنج له مخې 25 غوره كمپنو ته د ايوارډز وركولو دستورې ته په خپله وينا كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل د ښې كاركردګۍ څرګندونه كوونكو له په ايوارډ ترلاسه كولو مباركي وركوم او هيله لرم چې په سباؤن كښې به د دې كمپنو شمېره نوره زياته شي٬دې كمپنو د هېواد د معيشت په استحكام كښې مهم كردار ترسره كړے او په لويه توګه يې روزګار موقعې راپیدا كړې دي ۔ده ووئيل حكومت په هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي٬د پاكستان سټاك ايكسچينج د 60 زره حد عبور كول تاريخي كاميابي ده۔ده ووئيل بايد كاروباري لارښود د ډيجيټل انقلاب او جديد ټېكنالوجي څخه استفاده وكړي٬ده ووئيل نګران حكومت د قاچاق٬ذخيره اندوزۍ او د برېښنا غلا مخ نيوي لپاره يو شمېر اقدامات كړي او په هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره يې خاص ګامونه پورته كړي۔ده ووئيل سوداګر د هېواد د معيشت په وده كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل پاكستان د اي سي او پشمول د نورو مهمو فورمز لويې شراكتدار دے۔د پاكستان لپاره د افريقې هېوادونو پشمول سيمه او دې څخه بهر د تجارت پراخه موقعې شته۔ده ووئيل د نړيوالې منډۍ تر مخه بايد خپل مصنوعات جوړ كړے شي۔كاروباري كسان دې د بهر هېوادونو منډيانو ته رسنه او كاميابي خپل هدف وګرځوي۔ده ووئيل ټيكس محصولات كښې اضافې سره به اولس ته رېليف ترلاسه شي۔وزيراعظم ووئيل اېس آئي اېف سي جوړول مهمه كاميابي ده٬د دې څخه په لويه پېمانه به په هېواد كښې سرمايه كارۍ راوړلو له مرسته ترلاسه شي۔غېر ملكي او ملكي سرمايه كارو له په هېواد كښې د سرمايه كارۍ دوست ماحول څخه ګټه پورته كول پكار دي ٬ ده ووئېل د نجي څانګې سرمايه كارو ته به هركلے وئېلے شي٬د سمت په سمولو كاميابي ترلاسه كېدې شي٬ ده ووئېل داسې اقدامات به وكړو كومو څخه چې راتلونكې حكومت لپاره آسانۍ رامخې ته شي۔دستورې ته د خزانې وزيرې ډاكټر شمشاد اختر هم وينا وكړه۔په دې موقع وزيراعظم د سټاك ايكسچېنج ترمخه 25 غوره كمپنو له ايوارډونه وركړل۔په دستوره كښې د سندھ ګورنر كامران ټيسوري او د سندھ لنډ مهاله وزيراعلٰی جسټس(ر)مقبول باقر هم ګډون كولو۔
متعلقہ مضامین
-
LCBDDA auctions Pakistan’s first planned downtown
-
Karachiites ready to leave for D-Chowk: PTI
-
Pervaiz Elahi condoles with Bashrat Raja
-
Lok Virsa Pavillion at Education Expo 2022 attracted huge crowd
-
Pakistan’s youth bulge to prove a big factor in economic growth: President
-
Deaf Pakistani engineer develops sign language app for hearing impaired
-
India’s ‘accidental’ missile fire into Pakistan raises questions, concerns: Global Times
-
BRI cooperation with China transformational for Pakistan: Ambassador Haque
-
Governor Sindh, law makers call on PM to express confidence
-
PTI govt striving to make Pakistan an Islamic welfare state: President Alvi
-
Bizenjo, Wasi discuss current political situation
-
Opposition wants NRO but to fail in their purpose: Murad Saeed