ملتان 06 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي هېواد كښې پاكو او بې پرې ټاكنو لپاره چمتوالے نيسوو٬په 8 فروري 2024 به ټول ټاكنې كېږي٬ دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي٬د آئين په تمهيد كښې ليكلې دي چې هېواد به ټاكلي نمائندګان چلوي٬بنيادي پريكړې كول د نګران حكومتونو كار نه دے ٬دا د ټاكلي شوې حكومت او منتخب پارليمان كار دے٬مونږ ته چې په كوم حالت كښې هېواد ترلاسه شوے ؤ٬ د هغې څخه په بهتر حالت به راروان حكومت ته سپارلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاكستان ټېلي ويژن ملتان سنټر كښې د 24 ساعته سيمه ايز نشريات پرانستې كولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔نګران وفاقي وزير ووئيل هېواد كښې د آزادو او سپيځلو ټاكنو په چمتوالي نيولو كښې بوښت يو٬په 8 فروري 2024 به ټول ټاكنې كېږي٬ دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي٬ ده ووئېل د آئين په تمهيد كښې ليكلې دي چې هېواد به ټاكلې شوي نمائندګان چلوي٬دې عمل ته رسېدو لپاره زما خواهش دے چې پي ټي وي ملتان سنټر د سيمې اولس حقيقي مسئلې او د دوي خواهشات رامخې ته كولو لپاره غږ وګرځي۔ده ووئيل د سيمې معاشي او كلتوري مسئلې څو لسيزې پخوانۍ دي٬د دې حل لپاره پي ټي وي ملتان غېر جانبداره پاتې كېدو سره د سيمې سياسي ګوندونو پشمول د بېلو وګړو رائے به وړاندې كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په ټاكنو كښې اصل پريكړه د پاكستان اولس له كول ده ٬ټاكنو كښې به اولس پريكړه كوي چې راروان حكومت به څوك كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل فوډ سيكورټي وزارت خپل كار كوي٬اېس آئي اېف سي له مخې د كركيلې لپاره ځينې اقدامات پورته كولې شي٬كركيله صوبائي سبجيكټ دے خو په دې معامله صوبائي او وفاقي حكومتونه په ګډه كار كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ هڅې كوو چې په سپيځلې ډول ټاكنې وشي۔ده ووئيل په هېواد كښې مېډيا او عدليه آزاد دي٬انتخابي عمل به په سم ډول دوام لري۔ده ووئيل د راتلونكي پارليمان او حكومتي كاركردګۍ په اړه پيشنګوئي نشي كېدې او نه د تېر وخت په حكومتونو تبصره كول زمونږ كار دے٬ دې څخه وړاندې ده ووئيل د ملتان او جنوبي پنجاب سيمې وګړو لپاره دا د اعزاز خبره ده چې د نن څخه پي ټي وي ملتان سنټر 24 ساعته نشريات پېل كوي۔
متعلقہ مضامین
-
د اسلام آباد په شمول د هېواد زياتره سيمو كښې به موسم سخت يخ او خشك وي۔ د پنجاب په مېداني سيمو ٬ پېښور ډويژن او د سندھ پورته سيمو كښې د سحر او شپې په وخت د دهند امكان دے۔ د موسمياتو څانګه
-
آئي ډي پيز ته د كورونو معاوضې ادا كولو عمل د فنډز نشتوالي لامله له تېرو 6 مياشتو ځنډ سره مخ دے
-
سید ذوالفقار عباس بخاري سره د بهر هېوادونو په زندانونو كښې د پاكستانيانو خپلو خپلوانو وليدل
-
پولیس نظام كښې اصلاحات كولو ته اوسنې حكومت پام لرنه كوي
-
د پاك پوځ سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې 217م د كور كمانډرانو كنفرنس
-
پاكستان د اېف اے ټي اېف په هدايت په اول ځل ترسيلات زر لپاره د بلاك چېن ټېكنالوجي معرفي كړې
-
د سېنېټ چيئرمېن محمد سنجراني سره د بلوچستان سپيكر عبد القدوس بزنجو وليدل
-
د پاك پوځ سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د تبوك ګورنر شهزاده فهد بن سلطان بن عبدالعزيز السعود سره وليدل
-
د تبوك ګورنر فهد بن سلطان بن عبدالعزیز السعود د تلور ښكار لپاره چاغي ته ورسېد
-
د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د بهاولپور ٬ ګوجرانواله ٬ لاهور او ساهيوال ډويژن سره تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو ملاقات
-
اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره اسد قيصر٬قاسم خان سوري او د اسمبلۍ نورو غړو ملاقات وكړو
-
هندي ځواكونو د تېرو پنځو كلونو په مهال په مقبوضه كشمير كښې 1139 كسان شهيدان كړي