اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي روسيه سره د دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكو د زياتولو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت او معيشت په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو بلها امكانات موجود دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر ډاکټر عارف علوي دا خبره په پاکستان كښې د روسيه موده ترسره كونكې سفيرې ډانيله ګانيچ سره كړې چا چې د زيارت په ورځ صدر مملكت سره ملاقات كولو۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل پاکستان روسيه سره د تل پاتې او د ګڼ اړخيزې شراكتدارۍ خوښي لري، پاکستان روسيه سره د تجارت، معيشت، د خوراك تحفظ ٬ توان، دفاع او د اولسي روابطو پشمول په ټولو څانګو كښې مرسته غواړي۔ ده ووئيل پاك روسيه اړيكې د ملګرو ملتونو مركزيت او اصولو له مخې د نړيوال نظام په مشتركه نقطه نظر اډانه دي۔ صدر مملکت د غزہ په صورتحال ، په فلسطيني اولس د اسرائيل په ظلمونو خبرې كولو سره د مېرمنو٬ كوچنيانو او د خبريالانو پشمول د زرګونو په شمېر د فلسطينيانو د قتل غندنه وكړه۔ صدر ډاكټر عارف علوي پاکستان سره د دوه اړخيزه اړيكو په لا استحكام كښې د سفيرې د كردار ستائنه وكړه۔ دغسې صدر د روسيه سفيرې لپاره په سباون كښې د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Cato cries on Women’s Day
-
5-day workshop for teachers on climate change
-
Chevron partners with MG for supply of Havoline lubricants
-
Higher taxation on tobacco sought
-
ECC approves Rs747.5 mln for gas supply to 85 villages
-
Pakistan to invite P-5 countries over India’s airspace violations: FM
-
BARD Foundation to establish research chairs at LUMS
-
Panagahs served over 20m poor people in last 3 years
-
JC-10’s induction to PAF: PM says armed forces fully capable to thwart aggression
-
Aleem Khan, Nawaz Sharif ‘discuss politics in London’
-
Karachiites ready to leave for D-Chowk: PTI
-
Pervaiz Elahi condoles with Bashrat Raja