اسلام آباد۔6ستمبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د دفاع او شهيدانو ورځو په موقعه د ګران هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو اتلانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي شهيدان زمونږ وياړ دي ٬ قربانۍ يۍ په مونږ پور دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د دفاع ورځې حوالې سره په شكرپړياں كښې تابيا كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي هم موجود وو۔ نګران وزيراعظم دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل ګران هېواد لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ او مونږ دلته دې دستوره كښې موجود دې لپاره يؤ چې مونږ خپل شهيدان هېر كړې نه دي۔ دوئي د پاك پروردګار په لاره كښې خپل ځان قربان كوي۔ دوئي زمونږ وياړ دي او قربانۍ يۍ په مونږ پور دي۔ د دې پور په ادا كولو كښې مونږ يوه كوچنۍ شان نذرانه وړاندې كولې شوؤ او هغه د هغوي د مينه والو عزت او احترام دے۔ ده ووئيل دا هغه جذبه ده د كومې ذكر چې علامه اقبال هم په خپلو شعرونو كښې كړې دے۔ ده ووئيل شهادت يوه ستره مرتبه ده د كومې چې د پاك پروردګار په نزد ډېر لويے اجر دے۔
متعلقہ مضامین
-
IIOJK shuts down on Guru’s martyrdom anniversary
-
Govt not scared of opposition’s tactics: Shibli
-
Terrorizing women for wearing hijab act of coercion: Qureshi
-
IIOJK shuts down on Guru’s martyrdom anniversary
-
K-3 nuclear power plant likely to achieve COD by March
-
Opp can’t get required numbers for no-trust move: Rashid
-
Punjab CM condemns ban on hijab-clad female students in India
-
Kang visiting Pakistan today to garner support
-
Fawad greets 10 ministries awarded for excellent performance
-
Is TTP holding out an olive branch?
-
Gas leak blast leaves two injured
-
West’s suspicion about CPEC, Gwadar projects ‘makes no sense’: PM