اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لنډمهاله وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي چې د يو ذمه وار نګران حكومت په حېث زمونږ فرض دے چې مونږ د عدليه او قانون احترام وكړو، د پروېز الٰهي د ګرفتارۍ معامله د قانون نافذ كوٶنكو ادارو او عدليه ترمېنځه ده، قانون نافذ كوونكې ادارې د هېواد د قوانينو له مخې كار كوي كه چرته د قانون خلاف ورزي شوې وې نو په هېواد كښې عداليه هم آزاده ده او ميډيا هم۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل په هېواد كښې هر كس د اظهار رائے او تنقيد حق لري٬ مونږ د چا نه د ھغوي حق نشو اخستې٬ خو زمونږ هم حق دې چې كوم څيز سم وګڼو د وېرې او خطر نه پرته ئې رامخې ته كړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د برېښنا د بلونو د ريليف پحقله هڅې جاري دي٬ په دې لړ كښې به تفصيلات د پرېكړو په شكل كښې رامخې ته شي۔ ده ووئيل آئين٬ قانون او زمونږ محدود موده مونږ ته د پرېكړو كولو اجازه راكوي، د آئين او قانون په رڼا كښې به د هېواد په ګټه پرېكړې كوٶ او په ھغې به ودرېږو هم۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په بي بي سي زما خبرې د سياق و سباق نه لرې وړاندې كړې شوې دي٬ زما ھغوي سره خبرې روانې دي، زه دا مناسب ګڼم چې ھغوي خپله د دې سپناوې وكړي۔ د ټولټانكو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل الېكشن كمېشن د حلقه بندو عمل ګړندې كړې دې٬ كمېشن چې كومه نېټه مقرر كړي په ھغې به ټاكنې كولو كښې د الېكشن كمېشن هر ډول ممكنه مرسته كوٶ۔
متعلقہ مضامین
-
Covid-19: 13 more deaths, 1,802 new cases reported in Punjab
-
Haleem condemns harassment of PUMHS student
-
Kashmiri freedom fighter Maqbool Butt’s 38th martyrdom anniversary today
-
Spanish ambassador calls on Sindh governor
-
Ties strengthened with major powers, key partners: Qureshi
-
Covid-19 ferocity grows as another 47 die
-
Senate refers four bills to committee
-
Learnt lot from Afridi, Kumble: Rashid Khan
-
Journalism sets direction for society: Hasaan Khawar
-
Steps afoot for giving maximum relief to people: KP CM
-
PTI govt taking exemplary measures for overseas Pakistanis: Khawar
-
Pak javelin throwers face visa delay to train in South Africa