اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان كښې هندي ناظم الامور خارجه دفتر ته راوبللے شو او دې د حريت لارښود الطاف احمد شاہ د صحت په خرابېدونكي صورتحال د پاكستان د تشويش نه خبر كړے شوے څوك چې د نوي ډيلې په زندان كښې د تېرو پنځو كالو راهسې نظر بند دې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې هندي ناظم الامور ته ووئيل شول چې د پختورګي په كېنسر كښې بوخت الطاف احمد شاہ ته د مناسب طبي مرستې وركولو كښې د هندي واكمنو ناكامي د مايوسۍ وړ خبره ده٬ د دې بې غورۍ په نتيجه كښې د حريت مشر حالت په خرابېدو دې او كېنسر ئې د وجود په نورو برخو كښې خپرېږي۔ وياند په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د الطاف احمد شاہ د كورنۍ لخوا هندي وزيراعظم ته د ليكلے شويو يو شمېر چيټو پشمول د ګڼ شمېر اپيلونو باوجود د الطاف احمد شاه د صحت پحقله كومه كاروائي نه ده شوې۔ وياند ووئيل د هندي حكومت بې حسي د دې حقيقت نه څرګندېږي چې الطاف احمد شاہ تر اوسه روغتون كښې نه دې داخل كړې شوې۔ وياند ووئيل د رنځ د حد اندازه لګولو لپاره د ډاكټر لخوا د ټېسټونو كولو مشورې باوجود د الطاف احمد شاه په ټېسټونو كښې غېر معمولي تاخير شوې۔ د خارجه دفتر وياند خپل بيان كښې زياته كړې چې دا خبره د افسوس وړ ده چې هندي واكمن د الطاف احمد شاہ كورنۍ ته ھغوي سره د ملاقات د اجازې وركولو نه پرله پسې سر غړونه كوي۔ د بشري خواخوږۍ په بنياد د دوي د ضمانت په درخواست په عدالتي سماعت كښې هم تاخير روان دې۔د يادونې وړ ده چې الطاف احمد شاہ ته د حريت لارښود سيد علي شاہ ګېلاني د زوم جوړېدو له امله اذيت او سزا وركولې كېږي۔ هندي ناظم الامور ته ووئيل شول چې ھغه دې هندي واكمن د پاكستان د دې مطالبې نه خبر كړي چې الطاف احمد شاہ سره دې په سمدستي توګه طبي مرسته وكړې شي او د زندان نه دې خوشې كړې شي۔ د وياند له مخې په هندي حكومت زور هم رواړلې شوې چې ھغوي دې د كشميريانو آواز غلې كولو لپاره د غېر قانوني نظربنديو او فرضي مقدمو د لارې د كشميريانو حقيقي نمائندګان په نښه كولو نه ډډه وكړي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan’s 10pc population fully vaccinate against Covid
-
ECP adjourns ex-PM’s disqualification petition hearing till Oct 11
-
Govt tells CEC to stay ‘neutral’
-
Health Minister warns of dengue virus spread, calls for preventive measures
-
Former SAPM Yousaf Baig Mirza discusses PMDA with PM
-
PAF trainer aircraft crashes near Mardan
-
PTI leader calls for global action against HR abuses in IIOJK
-
‘NHA making every effort to ensure safety of commuters on motorways’
-
Indian troops martyr four Kashmiri youth
-
Fake COVID-19 vaccine entry made using Nawaz Sharif’s name
-
Traffic jams and flooded roads as rain lashes Karachi
-
Back-to-back scheduling of int’l flights triggers rush at Lahore Airport