اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د بينكارۍ په حقله د جعلي هلو ځلو او سائبر جرمونو په زيات شوي رجحان د تشويش څرګندونه كولو سره وئيلي دي وګړي د دهوكې څخه ساتلو لپاره د انفارمېشن ټيكنالوجي سسټم اپ ګريډ كولو سره دې حفاظتي اقدامات وكړﺀ شي۔دا خبره ده د ګل په ورځ بينكنګ محتسب محمد كامران شهزاد سره ملاقات كښې كړي۔ په دې موقع بينكنګ محتسب د كال 2020ء كاركردګي رپورټ صدر ته وړاندې كړو۔ صدر عارف علوي د بينكنګ محتسب كاركردګي ستائلو سره په دې خبره زور راوړو چې صارفين د مالي زيان او فراډ څخه بچ كولو له دې كوټلې احتياطي تدابير خپل كړے شي۔ده ووئيل د خذماتو ښه كولو او د ګيلو سمدستي ازالې له جديد انفارمېشن ټيكنالوجي كارولو ته اړتيا ده۔ صدر ووئيل سيمينارز او د ميډيا كمپائن د لارې د بينكارۍ په اړه دھوكه وركولو او د فراډ په اړه دې وګړو كښې شعور رابيدار كړے شي۔ صدر د بينكارۍ په حقله د جعلي هڅو او د سائبر جرمونو په زيات شوي رجحان د تشويش څرګندونې سره ووئيل وګړي د دھوكې څخه ساتلو لپاره دې انفارمېشن ټكنالوجي سسټم اپ ګريډ او حفاظتي اقدامات وكړے شي۔ صدر ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول زياتره نه لوستي او مشران په پاكستان كښې د جعلسازۍ سره مخ كېږي ۔ د كال 2020 په مهال 25،000 څخه زياتې ګيلې راغلي چې پكښې 84 فيصده مقدمې ترسره شوي۔په دې مهال صدر د بينكنګ محتسب د كال 2020ء كاركردګۍ رپورټ وستائلو
متعلقہ مضامین
-
FBR detects 200 businessmen evading taxes, tells them to join tax net
-
Former K-Electric CEO appointed as PM Khan’s special assistant
-
Three Ahmadiyya community members arrested after LHC rejects bail
-
Private schools deprive teaching and non-teaching staff of salaries
-
HappyBirthdayPM’ trending top on Twitter as PM turns 68
-
Govt has nothing to do with sedition case against PML-N
-
Lahore Sangat installs plaques to pay tribute to legends
-
PML-N accuses govt of pressurising former DG FIA to probe Sharifs
-
No clean chit given to Islamabad mayor: NAB
-
54 labourers rescued from landlord’s custody
-
NAB believes in ‘zero corruption’, says chairman
-
President lauds Pak Navy’s role in defending CPEC sea routes