اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيكر قاسم خان سوري وئيلي په وادي نيلم كښې د هندي پوځ لخوا د كنټرول لائن د خلاف ورزې او په سول آبادې كلسټر بمونو غورځولو سخته غندنه وكړه۔ د خالي په ورځ د غندنې په جلا جلا بيانونو كښې دوي د هندي اشعال ګرې په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان خواشيني وښودله۔ سپيكر او دوهم سپيكر د شهيد شويو بې ګناه وګړو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ سپيكر ووئيل چې هند د كشمير په مسئله د پاكستان په كاميابه خارجه پالېسې او سفارت كارې پرېشان دے۔ د هند اصل څېره نړې ته وړاندې شوې۔ ده ووئيل چې كشمير نړيواله مسئله جوړه شوې او د حل كولو نه بغېر ئې په منطقه كښې امن مشكل دے۔ دوهم سپيكر ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سخته سرغړونه كوي۔ بايد نړيواله ټولنه په كشميريانو د كېدونكي ظلم نوټس واخلي۔
متعلقہ مضامین
-
MoU signed between IUB, PMD
-
Arrangements for 2nd phase LG polls in Sindh reviewed
-
‘Stop interfering in Afghanistan’: Taliban leader in rare appearance
-
Awareness walk for dengue prevention, eradication held
-
CEC reviews security arrangement for by-elections in Punjab
-
The inflation bomb
-
47th International Nathiagali Summer College concludes
-
ICT to send profiteers to jail directly
-
No bill for consumers of 100 electricity units
-
Passing out of 1,601 aero apprentices held at PAF academy
-
PM lauds rescue teams for saving children stranded in flooded Korang Nullah
-
Nation indebted to sacrifices of martyred troops: President