اسلام آباد ۔ 25 مئی (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د خالي په ورځ د سركاري ادارو ٬ روغتونونو ٬ تھاڼو ٬سكولونو ٬ د سر پټولو ځايونو او د پرمختيائي سكيمونو ناڅاپي دورې وكړې۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا جاري كړې شوي تفصيلاتو ترمخه ددې ناڅاپي دورو په مهال د روغتيا دوهم وزير ډاكټر ظفر مرزا او سناتور فېصل جاوېد هم وزيراعظم سره ؤ۔ وزيراعظم د عام اولس احساس كولو سره د انتظاميې نېغ په نېغه او بشپړه جاج اخستلو له دا دورې وكړې۔ وزيراعظم سرګودھې ته ورسېد چرته چې ده د ډسټركټ هېډكوارټر روغتون دوره وكړه۔ په دې مهال وزيراعظم رنځورانو سره خبرې وكړې۔ او د درملنو آسانيو په اړه ئې دوئي څخه تپوس پوښتنه وكړه۔ وزیراعظم روغتون كښې د رنځورانو په زياته شمېره اندېښنه ښكاره كړه۔ روغتون كښې ځينې رنځورانو آسانۍ پراخا كولو له وزيراعظم ته وړاندېزونه وركړل۔ وزیراعظم د كوچنيانو وارډ ته هم لاړو او دغلته ئې د درملنو آسانيو په اړه پوښتنه وكړه۔ وروستو وزيراعظم د خوشاب ډی اېچ کیو روغتون ته لاړو۔ دې سره سره وزيراعظم د تله ګنګ پوليس سټېشن دوره وكړه او د اولسي شكايتونو په اړه ئې د ريكارډ جاج واخست۔ وزيراعظم عملې څخه د كار په اړه هم پوښتنه وكړه(وا/1705)۔
متعلقہ مضامین
-
Media facilitation center set up at PID
-
Sindh’s EC lauds media for creating political awareness
-
PTI leader Hammad Azhar arrested
-
Nation can’t afford sit-ins, division: PM
-
Sargodha citrus development programme to help improve kinnow production
-
PM visits D-Chowk; pays tribute to LEAs
-
Pakistan, Egypt enjoy cordial ties amid greater confidence: Khawaja
-
Independents lead local govt polls in Balochistan
-
No delegates from Pakistan visited Israel: FO
-
Minister for energy monitors NESPAK working
-
CM for early completion of projects
-
India pledges to address Pak concerns on hydropower projects