اسلام آباد 17 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د روايتي سياستمدارو غوندې د لږې مودې پالېسو جوړولو په ځاې د يو رېښتنې لارښود په حېث د هېواد او قام ګټې له د اوږدې مودې پالېسۍ جوړوي٬په ادارو كښې اصلاحات ٬ د معيشت استحكام او د معاشرې كمزورو خېرښېګړې ته به پام لرنه كولې شي٬مخالفه ډله دې د تاؤ تريخوالي سياست په ځاې په مهمو قامي چارو د حكومت ملګرتيا وكړي٬په 8 مياشتو حكومت كښې د 70 كلونو حساب نه شي اخستلې كېدې ٬وزيراعظم عمران خان ته قامي مفاد ډېر ګران دے٬د ډالر بيعه كښې په كمي زياتي د سائنسمدار په توګه تبصره كوونكو په حقيقت كښې د اولس د وينې څښكلو سره 21 زره اربه قرض په اخستو د هېواد معيشت ژوبل كړې٬قامي خبر رسنه اداره اے پي پي د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو له په هر ځاې د پاكستان خبره كوي٬خبريالان او مېډيا وركرز به د انصاف صحت كارډ او نيا پاكستان هاؤسنګ سكيم شراكتدار جوړولې شي او د دې پېل به د اے پي پي نه كولې شي۔دې د جمعې په ورځ قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېتډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)كښې خطاب كولو۔د اطلاعات او خپرونو سېكتر شفقت جليل٬ د اے پي پي اېم ډي طارق محمود خان٬ډائرېكټر نيوز شفيق قرېشي او د اے پي پي ايمپلائز يونين صدر شهزاد علي اكبر پشمول ملازمان په ګڼ شمېر په دې موقع موجود وو۔د ډاكټر فردوس عاشق اے پي پي ته په تللو ملازمانو د دې پھ زړه پورې هركلے وكړو۔خاص مرستيالې ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت ذمه وارو تر لاسه كولو نه پس د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه په ادارو كښې اصلاحات كولو ته پام لرنه كوو او هم دغه د وزيراعظم عمران خان د وژن او د اصلاحات د ايجنډې برخه ده او هم د دغې نظريې ٬ تګلارې او سوچ ترمخه اے پي پي ته په خاص دوره راغلې يم۔دې ووئيل د ټولو لپاره دا پېغام دے چې اے پي پي د كوم ګوند يا د كوم خاص شخصيت نه د پاكستان اداره ده٬اے پي پي د حكومتونو نه زياته د پاكستان سره قوي رشته لري٬ خاص مرستيالې ووئېل پاكستان تر ټولو نه زياته دې ادارې ته اړتيا لري۔دې ووئيل په ګرده نړۍ كښې چې د پاكستان كوم منفي څهرا او تاثر چې په مثبت تشخص بدلولو له اے پي پي كومې ذمه وارۍ ترسره كوي هغه د ستائنې دي۔دې ووئيل د وزيراعظم پېغام دے چې اے پي پي يو رول ماډل جوړه كړې او دا يوه مثالي اداره كړی۔دې ووئيل مونږ غواړو چې د هېواد ټولې پرائيوېټ چينلې اے پي پي رول ماډل كړي۔ادارې د سياست نه پاكول يو لويې چېلنج دے ۔ دې ووئېل كه په ادارو كښې ناست خلكق د مېرټ په ځاې په سفارش راځي نو هغه د ادارې وقار ٬ تشخص او كردار مجروح كوي۔دې ووئيل اے پي پي به د ملازمانو پھ طاقت فعاله اداره جوړولې شي٬د نړۍ د ټولو خبري اژانسو مقابلې لپاره دا به هغه ځاې ته رسولې شي چې نړيوالې خبر رسنې ادارې د اے پي پي خبر نړۍ ته وړاندې كوي ځكه چې اے پي پي د حكومت او پاكستان ترجمانه اداره ده۔دې ووئيل د اے پي پي يونين او انتظاميې ترمينځه چې كوم تريخوالې روان ؤ د هغهې ختمولو لپاره د خپل كردار ترسره كولو ترمخه د يونين ټولې جائزې غوښتنې تسليم كړی شوي۔دې ووئيل په كوم هم تحريك كښې قيادت مهم كردار ترسره كوي٬عمران خان چې څنګه پھ هر ځاې د وروستو پاتې خلقو نمائندګي كړې هغه مثال نه لري۔ ډاګټر فردوس عاضق اعوان ووئېل په تېرو 70 كلونو كښې څو وزيراعظمان راغلل او لاړل خو عمران خان د روايتي سياستمدار جوړېدو په ځاې د اولسي لارښود په توګه د اوږدې مودې پالېسو له كار كوي۔دې ووئيل اوسني حكومت هم د دالر په حقله د اسحاق ډار مصنوعي پالېسي خپلولې شوه خو حكومت داسې اونه كړل بلكې مسائل په مستقلو بنيادونو حل كولو ته يې پام لرنه وكړه۔خاص مرستيالې ووئيل حكومت د مېډيا مسائلو او ستونزو نه خبر دېے ٬د مېډيا كارمندانو پرېشاني هر ځاې تر نظره كېږي او د دغې ترمخه پريكړه شوې چې مېډيا وركرز له به صحت انصاف كارډ وركولې شي او وزيراعظم هاؤس سكيم كښې به هم د مېډيا وركرز برخه وي۔دې ووئيل د ټولو پرېس كلبونو او دارو څخه د مېډيا وركرز فهرستونه اخلو او د دوي خېرښېګړې لپاره په هر ځاې مشاورت كوو۔دې ووئيل پرېس كلبونه ٬ اے پي اېن اېس او سي پي اېم اي به زمونږ شراكتدار وي او د اے پي پي يونين د لارې به د مېډيا وركرز د مفاداتو تحفظ كوو۔د اطلاعات خاص مرستيالې ووئيل د وركرانو غوښتنو ترسره كولو له د اے پي پي اېم ډي ته ذمه وارۍ وركړې شوي او د ټولو ملازمانو نه د ښې كاركردګۍ هيله لرو۔دې ووئيل خپل سياست د اولس خېرښېګړی مخور پھ توګه د هېواد او قام پرمختګ او خوشحالۍ له كردار ترسره كړې۔حكومت به ستاسو د جذبې په هر ځاې تحفظ كوي۔دې ووئيل تصادم د كومې مسئلې حل نه وي٬په مشاورت مسائل حل كېږي٬مخالفې ډلې ته هم پېغام دے چې هغوي د مېډيا د لارې بې يقيني پیدا نه كړي۔د مخالفې ډلې سره په ګډه د اوږدې مودې په تګلاره كار كول غواړو هغوي دې هم مثبت كردار ترسره كړي۔دې ووئيل په ټولو څانګو كښې مېرمنو له يو برابر حقونه وركول زمونږ ذمه واري ده او د يو برابر موقعو وركولو څخه د دوي د صلاحيتونو نه استفاده كېدې شي٬مېرمنې اقتصادي همكارانې دي او د دوي كردار مهم دے۔د دې نه پس د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په مشرۍ كښې اے پي پي كنفرنس روم كښې غونډه اوشوه چې پكښې د اطلاعات او خپرونو سېكتر شفقت جليل٬اېم ډي اے پي پي طارق محمود خان٬د اے پي پي يونين عهديدارو ګډون كولو۔د اطلاعات صلاحكارې ته ووئيل شول د اے پي پي نوي اېم ډي ذمه وارۍ ترلاسه كړي او هغه ته وئېلي شوي چې د يونين سره په ګډه معاملات ترسره كړې ۔د اے پي پي ملازمانو د سي پي فنډ مراسله بېرته اخستلې شوې٬لس فيصده اېډهاك الاؤنس به تر 30م جون تنخا كښې شامل كړی شي دغسې نوې اېم ډي ته وئېلي شوي چې د ملازمانو ترقۍ لپاره ډي پي سي په يوه مياشت كښې دننه وكړئي او په مېرټ ترقۍ وركړي۔دې ووئيل د اے پي پي ملازمانو د تېرو كلونو بقايا جاتو وركولو لپاره د ضمني ګرانټ سمري به وزيراعظم ته لېږلې شي او مونږ به هڅه كوو چې د وړوكې اختر نه وړاندې په ملازمانو زيرې وكړو۔دې ووئيل د اے پي پي كنټرېكټ ملازمان ريګولر كولو لپاره سمري لېږلې شوې په دغې كښې رامخې ته خنډان به لرې كولې شي۔خاص مرستيالې ووئيل د اے پي پي د ملازمينو د فنانشنل او سروس رولز مسوده به په مشاورت جوړولې شي دغسې چې دا ټولو سټېك هولډرز ته منظور وي۔دې د اے پي پي د وي اېن اېس سروس بحالولو سره سره انتظامې ته د ډيجيټلائزېشن لپاره د اقداماتو تندولو سپارښتنه وكړه۔دې اېم ډي ته دا هم سپارښتنه وكړه چې د ايمپلائز يونين عهديدارو په ضد سوا د مالي چارو يا كاركردګۍ نه نورې ټولې انكوائرۍ او مقدمې بېرته واخلې
متعلقہ مضامین
-
Media facilitation center set up at PID
-
Sindh’s EC lauds media for creating political awareness
-
PTI leader Hammad Azhar arrested
-
Nation can’t afford sit-ins, division: PM
-
Sargodha citrus development programme to help improve kinnow production
-
PM visits D-Chowk; pays tribute to LEAs
-
Pakistan, Egypt enjoy cordial ties amid greater confidence: Khawaja
-
Independents lead local govt polls in Balochistan
-
No delegates from Pakistan visited Israel: FO
-
Minister for energy monitors NESPAK working
-
CM for early completion of projects
-
India pledges to address Pak concerns on hydropower projects