ملتان ۔05 مئی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي كه د پټرولو بيعه مو زياته كړې نه وه نو د هېواد خساره به زياته شوې وه۔ خسارې څخه بچ كېدو لپاره د پټرول بيعه زياته كړې شوې۔ ده ووئيل دا زياتوالې د اقتصادی رابطه كمېټۍ په سفارش شوې دې۔ ده ووئيل نن هم د سيمې نورو هېوادونو په مقابله كښې پاكستان كښې د تېلو بيعه ټيټه ده۔ د آئي اېم اېف په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل آيا نون ليګ آئي اېم اېف ته تلې نه وو۔ اسحاق ډار تلې نه وو۔ دغسې پيپلز ګوند هم كال 2008ﺀ كښې آئي اېم اېف ته تلې وو۔ ده ووئيل آئي اېم اېف ته د تلو طعنه هغه كسان راكوي كوم چې خپله دې نه وړاندې آئي اېم اېف ته تلي دي۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف ټيكنيكل پلاوې په 15 ورځنۍ دوره اسلام آباد كښې دې۔ د خزانې وزير حفيظ شېخ دې پلاوي سره خبرې روانې دي۔ په دغه خبرو به د كابينې باور ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل مريم نواز ته د ګوند د دوهمې مشرې منصب وركړې شوې دې دا منصب دې ته وركول د سترې محكمې د پرېكرې نفي ده۔ كله چې كوم شخصيت قانون ته مخامخ وي نو هغه كوم منصب ساتلې نه شي۔ مسلم ليګ بايد په دې غور وكړي۔ شاہ محمود ووئيل د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن رانا تنوير غوره كړې شوې دې ولې پي پي پي پبلك اكاؤنټس كمېټي څخه مطمئن نه ده۔ ده ووئيل په دې اړه مونږ سره مشاورت شوې نه دې۔ په تحريك انصاف كښې د ډلې جوړېدو په اړه ده ووئيل ګوند كښې هېڅ ډول ډلې نشته او زما ډله يواځې تحريك انصاف ده۔ د اسد عمر په اړه ده ووئيل اسد عمر د ګوند اثاثه دې او وي به۔ ما پرون هم دده د خذماتو اعتراف كولو او نن هم۔ د عهدو بدلون تلونكې راتلونكې څيز دې
متعلقہ مضامین
-
Media facilitation center set up at PID
-
Sindh’s EC lauds media for creating political awareness
-
PTI leader Hammad Azhar arrested
-
Nation can’t afford sit-ins, division: PM
-
Sargodha citrus development programme to help improve kinnow production
-
PM visits D-Chowk; pays tribute to LEAs
-
Pakistan, Egypt enjoy cordial ties amid greater confidence: Khawaja
-
Independents lead local govt polls in Balochistan
-
No delegates from Pakistan visited Israel: FO
-
Minister for energy monitors NESPAK working
-
CM for early completion of projects
-
India pledges to address Pak concerns on hydropower projects