اسلام آباد ۔ 31 مارچ(اے پی پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي اسلام مخالفه قوتونه د مسلمانانو او زمونږ د مذهب په اړه منفي سازشونو كښې لګيا دي۔ مونږ يو موټې كېدو سره د دوئي منفي سوچ او هلو ځلو ته ماتې وركولې شؤ۔ د اتوار په روځ كنونشن سنټر كښې ينګ ليډرز سمټ 2019ﺀ ته خطاب كښې ده ووئيل ټوله نړۍ د پاكستاني زلمو نه ښه خبر ده۔ پاكستانې قوم بېدارېږي۔ ده ووئيل نن مونږ دا عهد كوؤ چې د لوئے څښتن لخوا د هر امتحان مقابله به صبر او شكر سره كوو دغسې چې د قيامت په ورځ مونږ كوز سترګې نه شؤ۔ ده ووئيل د تحقيق نه غېر خبره كول په دروغو كښې راځي۔ يهود او نصاری نن زمونږ نوې كول بې لارې كوي۔ ده ووئيل كه عزت غواړو نو مونږ له به د خپل نبي (علېه السلام) په طريقه ژوند كول وي۔ ده ووئيل كله هم كوم پښتون د قامي بېرغ په ضد خبره نه ده كړې۔ ولې نن كه څوك په دې اړه خبره كوي نو هغه د بل چا په ژبه خبرې كوي۔ ده ووئيل كه څوك قانون لاس كښې اخلي نو سم ځواب به ئې كولې شي۔ زمونږ په سكولونو ٬ روغتونونو او جوماتونو بريدونه شوې ولې اوس به ددې ډول ناوړه ګامونو بشپړه ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل هند كښې ټاكنې راروانې دي ٬ مونږ جنګ نه بلكې امن غواړو۔ مونږ د ګاونډي هېواد كېدو په حېث د هند عزت او احترام كوو۔ ولې د هېواد د سلامتيا او خپلواكۍ به هېڅ سودا كولې نه شي۔ده ووئيل هندوستان دا ګڼي چې پاكستانې اولس په يو بېج نه دي ولې دا د هند غلط فهمي ده۔ نن ټول قام او د هېواد ټولې ادارې يو موټي دي۔ ده د پاك پوځ زنده باد نعره پورته كولو سره هند ته د مثال په توګه د قومي يووالي ځواب وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
Chief Economist Pakistan Ahmed Zubair resigns after pressure to manipulate GDP data
-
CM Murad Ali Shah leaves for US on private visit
-
CM removes chairman, controller BISE over examination paper leak
-
Weekly inflation up by 1.42pc
-
LHC issues notice to Punjab govt on plea challenging dismissal of 19 law officers
-
Army befittingly performed constitutional role both in war & peace: speakers
-
Mushaal seeks UN intervention to prevent Yasin’s conviction in fake cases
-
‘Registration of vote responsibility of every citizen’
-
Pakistan calls countries to protect human rights of world’s 281 million migrants
-
COAS, Turkish defence minister discuss regional peace, stability
-
NAB recovers Rs864b from corrupt elements since inception
-
Media conclave reviews CSR, socioeconomic development under CPEC