اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان ټول عمري افغانستان كښې امن غوښتلې۔ افغان مفاهمتي عمل يواځې د پاكستان نه بلكې د ټولو همكارانو د ګډې ذمه واري ده۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل امریکا، افغان حکومت او نورو سيمه ايزو طاقتونو له به افغانستان كښې تلپاتي امن په ځائې كولو له خپل بشپړ كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل امريكا ته مو ښكاره وئيلي چې يواځې په پاكستان ذمه واري اچول سم نه دي بلكې افغان مفاهمتي عمل كښې به امريكا او افغانستان له هم خپل كردار ترسره كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پرون هم چين سره زمونږ مثالي اړيكې وې او نن هم مثالي دې دې كښې كوم بدلون راغلې نه دې بلكې دا مخ په وړاندې روانې دي۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت ټولو خليجي هېوادونو سره اړيكې لا مستحكم كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د هېواد معيشت استحكام لپاره پاكستان كښې خاص اقتصادي زونز جوړولې شي په كومو كښې چې د سعودی عربستان په شمول ملائشیا او متحدہ عرب مارات او نورو هېوادونه سرمايه كاري كولې شي۔ پاكستان دغې هېوادونو ته هركلې وائي۔ ده ووئيل دې سره به د روزګار پراخا موقعې رامخې ته شي۔
متعلقہ مضامین
-
Girl killed by father for refusing to marry old man
-
NADRA asked to address CNIC issues
-
CDA 1819 helpline gets overwhelming response
-
Ombudsman appoints advisor in regional office to address complaints
-
China, UK PMs vow to work with Shehbaz govt
-
PML-N calls for placing entire NAB staff on ECL
-
Five-year-old girl dies in Hyderabad as family claims rape-cum-murder
-
Pakistan expresses concern over Al-Aqsa Mosque raid
-
Five gamblers arrested during operation
-
Zanaib Alert app receives 21,661 calls
-
PTI to submit reference to ECP against 20 dissident Punjab MPAs
-
Railways retrieve 89 acres land from illegal occupants in Peshawar Division