اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدرې ماريه فرنانډا اېسپينو وئيلي دي د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو نړيوال امن لپاره سياسي عزم ډېر مهم دے ٬د ماحولياتي بدلون آغېز مخنيوي لپاره په نړيواله كچه اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده٬ شخړو څخه د ځپلې شوو بېلا بېلو سيمو كښې د پاكستان كردار د ستائنه وړ دے۔ ماريه فرنانډا دا خبرې په انسټي ټيوټ آف ستراتېژك سټډيز كښې كړې۔ دستورې ته د انسټي ټيوټ ډائرېكټر جنرل اعزاز چوهدري هم وېنا وكړه او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي ٬ پخوانو سفيرانو ٬ دانشورانو او خارجه پوهانو هم ګډون وكړو۔ ماريه ووئيل ملګري ملتونه د يو څو نړيوالو طاقتونو تنظيم نه دے ٬ ځېنې وختونو كښې ټول زور په ملګرو ملتونو راوړلې شي٬ په حقيقت كښې مونږ جادو نه لرو٬ د يمن په شخړه كښې د پنځو كالو نه كم عمره 80 زره ماشومان د لوګې له امله په حق رسېدلې ۔ ماريه د خفګان څرګندونې سره ووئيل د غړو هېوادونو قامي مفادات ځينې وختونو كښې د ملګرو ملتونو په بنيادي مفادات بر شي۔ دې ووئيل په دې خبره ځان پوهول پكار دي چې د ملګرو ملتونو كردار د سهولت كار او د پل دے كوم چې ھغه په فعاله توګه ترسره كوي٬ د ستونزو باوجود يمن كښې د ډز بندۍ او لوظنامو په شكل مثبت پېشرفت شوې٬ دې ووئېل ټولو ډلو له خپل لوظونه ترسره كولو ته اړتيا ده ٬ د كشمير پحقله د خپل موقف پخلي كولو سره ماريه فرنانډا ووئيل د هرې شخړې كوټلې حل لټولو لپاره سوله ايزې خبرې اترې ډېر اهميت لري۔ كله چې ماريه څخه پوښتنه وكړې شوه چې ملګرو ملتونو 70 كالو څخه كشميريانو سره كړي لوظونه سر ته ونه رسول دا ولې؟ نو د دې په ځواب كښې ووئيل دا د ملګرو ملتونو د لوظ په حقله نه د نړيوالې ورورولۍ د عزم په حقله دې او د دې ډلو لخوا د ممكنه كردار په اړه دي ٬۔ دې ووئيل د ماحولياتي بدلون آغيز مخنيوي لپاره په نړيواله كچه اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده ٬ د پاكستان پشمول بېل هېوادونه سختو بارانونو ٬ سېلاب او اوچ كالۍ سره مخ دي
متعلقہ مضامین
-
Bomb explosion kills atleast 57, injures nearly 200 in Peshawar mosque: officials
-
Partly cloudy weather likely to persist in most parts of country
-
Church leaders slam Peshawar attack, urge nation to unite against terrorism
-
Opp making futile attempts for no-trust motion: Buzdar
-
IHC stops police from arresting Imaan Mazari
-
Tanker carrying milk collided with a car claims 3 lives in Burewala
-
Pakistan needs more graduates in IT sector: President Dr. Arif Alvi
-
‘Agencies to trace out perpetrators of Koocha Risaldar tragedy’
-
Three killed in separate incidents
-
Niazi asks diaspora to highlight Kashmir issue
-
500-beds new hospital to be set up in Rawalpindi division; Dr Yasmin
-
Pakistan stresses diplomatic solution to Ukraine conflict