پشاور۔13جنوری (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان مردان ضلع كښې روغتيا ٬ زده كړو ٬ مواصلاتو ٬ تعميراتو ٬ ايريګېشن او نورو څانګو كښې بشپړ كېدو ته د نزدې سكيمونو زر تر زره پايې ته د رسولو او په دې لړ كښې د پېښو مسئلو هوارولو هدايت كړې دې۔ يوه مياشت وروستو بيا رابللې شوې غونډه كښې ئې د غوره پېش رفت وړاندې كولو حكم كړې دې۔ اعلی وزير ووئيل صوبائي حكومت د هغه سيكمونو كوم چې ترسره كېدو ته روان دي سرته د رسولو او په نور سكيمونو كښې د ترجيحاتو تعين كولو اصولي پرېكړه كړې ده۔ اړوند چارواكي دې خپلو كښې صلا سره د مسئلو حل ولټوي دغسې چې د دې سكيمونو سرته رسېدو كښې تاخير ونشي۔ كومې منصوبې چې تيارې دي هغه دې اولسي خذمت له وكارولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده وزیراعلی سېکرټرېټ پېښور كښې د مردان ضعلې پرمختيائي او فلاحي منصوبو مسئلو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ مشر صوبائي وزير محمد عاطف خان، د صوبائی حکومت وياند اجمل خان وزیر ، د مردان ضعلې د قومي او صوبائي اسمبليو غرو ٬ د اړوندو څانګو انتظامي سېكترانو ٬ د مردان ډي سي او د نورو اړوندو څانګو اعلی چارواكو غونډه كښې ګډون وكړو
متعلقہ مضامین
-
Award-winning SSRL completely focused on CSR
-
Unified Marathon EBM – Supporting diversityas aconsecutive sponsor of SOP Unified Marathon
-
Lahore police retrieve house, plot from land grabbers
-
Plea against PECA: BHC issues notices to govt
-
Playing Pakistan in home conditions will be a terrific challenge: Steve Smith
-
100,000 Digital Franchise Post Offices to be established: Murad
-
Tarin congratulates FBR for surpassing revenue collection target
-
Country’s exports witness ‘record increase’ of 26% in 8 months: Farrukh
-
Prophet (PBUH)’s life the best guide to ensure human rights, socio-welfare norms: PM
-
Pakistan needs large number of doctors in future: Health Minister
-
Opposition ‘finalises’ no-trust motion plan
-
Ravi Urban, Central Business District projects to save Lahore’s environment, ecology: PM