لندن 06 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي سي پېك تر ټولو مهمه اقتصادي پروژه ده٬د اروپائي ائتلاف پشمول نور هېوادونه دې اقتصادي موقعو څخه استفاده كولې شي٬د كرتارپور لارې پرانستلو سره نوې تاريخ رقم شوې٬د وزيراعظم عمران خان د سوګند پورته كولو نه پس سعودي او چين سره اړيكې نوې لوړی كچې ته رسېدلې٬د پاكستان او امريكې مخ په ښه كېدو دي ٬د پاكستان تحريك انصاف اقتدار ته راتلل د ټولنې د مينځنۍ طبقې لخوا د بدعنوانۍ او سټيټس كو په ضد انقلاب دے٬په وړومبي ځل طاقتور كسان د قانون فشار محسوسوي٬د سول او عسكري ادارو ترمينځه پياوړې همغږي ليدې شي۔ده دا خبرې تېره ورځ په انټرنېشنل انسټي ټيوټ آف سټرټېجك سټډيز كښې د خپلې وېنا په مهال وكړې۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل پاكستان يو ښكلې هېواد دے كوم چې نړۍ پوره نه دې پېژندلې۔ده ووئيل د 1980 څخه سختو حالاتو سره مخ يو٬كه كوم بل هېواد داسې حالاتو سره مخ ؤ نو بچ وتل يې ګران وو۔د اطلاعات وزير ووئيل پاكستان د دې ټولو چېلنجونو مقابله كړی۔پھ اسلامي هېوادونو او درېمه نړۍ كښې د جديد هېواد په توګه وړاندې راغلې٬ ده ووئېل په پاكستان كښې ټولې ادارې فعاله دي او خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كوي۔ده ووئيل په پاكستان كښې عدليه آزاده ده او مېډيا متحرك ده او په پاكستان كښې مېديا بې مثاله آزادي لري۔وفاقې وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت جوړېدل د پاكستاني قام د سياسي پوهې څرګندونه ده۔ده ووئيل د كرتار پور لارې پرانستې سره يو نوې تاريخ جوړ شوې او مونږ په انتظار يو چې هند د كشمير په اړه د خپل نظر بېرته جاج واخلي٬ ده ووئېل كشمير د زمكې نه بلكې انساني مسئله ده٬هيله ده چې يو ورځ به پاكستانو مسلمانانو له هم اجمير شريف درګاه ته د تللو اجازه وركړی شي۔ده ووئيل امريكا نړيوال طاقت د او د دغې اهميت نه خبر يو٬د پاكستان وزيراعظم افغانستان كښې امن او استحكام لپاره غوره تجويز وړاندې كړې٬ فواد چوهدري ووئېل د پاكستان تحريك انصاف حكومت راتللو سره د پاكستان او امريكې اړيكې مخ په ښه كېدو دي۔د امريكائي اولس مشر لخوا د پاكستان وزيراعظم ته خط او افغانستان لپاره د خاص استازي زلمے خليل زاد د وزيراعظم سره ملاقات د اړيكو د بهترۍ ثبوت دې۔ده ووئيل د عمران خان ترجيح اولس د غربت نه خلاصول دي او د اوسني حكومت پالېسۍ دې مقصد لپاره دي۔ده ووئيل پاكستان د كشمير د مسئلې په سوله ايز حل باور لري٬د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پاكستان په سمه لار روان شوې٬ د اطلاعات وزير ووئېل د بدعنوانۍ خاتمه او سپيځلتيا د اوسني حكومت چغه ده۔ده ووئيل زما تعلق د پوټهوهار جهلم سيمې سره دے۔دپوټهوهار سيمه د نيمې وچې په تاريخ كښې ډېر اهميت لري۔د سكندراعظم او د راجا پورس په دې سيمه كښې جنګ شوې ؤ ۔ده ووئيل د سوئېلي پنجاب غوندې د پاتې سيمو پرمختګ د حكومت د منشور مهمه برخه ده۔وفاقې وزير ووئيل حكومت به د بدعنوانۍ په ضد هڅې روانې ساتي او د ترهه ګرۍ په ضد ټول قام يو موټې دے۔د اطلاعات وزير ووئيل د اولس د خواهشاتو له مخې به د كرپشن په ضد اقدامات روان ساتو۔ده ووئيل سي پیك سره به په منطقه كښې پرمختګ او خوشحالي راشي٬پاكستان د هند پشمول ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيكې غواړي۔د دې نه پس د اطلاعات وزير د انټرنېشنل انسټي ټيوټ آف سټرټېجك سټډيز چارواكو سره ملاقات وكړو۔د اطلاعات وزير ته د انسټي ټيوټ په اړه بريفنګ وركړې شو۔ وفاقې وزير د ادارې جديد كولو خواهش څرګند كړو ۔په دې موقع
متعلقہ مضامین
-
HBL PSL 7: schedule for today, Feb 17
-
Opposition to get embarrassment in no-confidence move: Buzdar
-
‘Big change’ in energy policy to ensure provision of gas: Fawad
-
Peshawar Zalmi post above 200 to test depleted Islamabad United
-
Stolen timber recovered, four accused held
-
2,311 graduates given degrees at UMT Convocation 2022
-
Govt to set up recycling plant for sacred papers
-
Samjhauta express tragedy staged to derail Pak-India peace process
-
Of Foreign Office manoeuvres
-
Allowing Nawaz to go abroad ‘big mistake’
-
PFA disposes of 630 liters adulterated milk
-
IHC orders probe into alleged torture on Mohsin Baig