اسلام آباد 11 نومبر(اے پي پي) د قومي اسمبلې سپيكر اسد قېصد په ژمي كښې په پېښور او خوا او شا سيمو كښې د ګاز په كم پرېشر قابو موندلو لپاره په بېړنې توګه د اقداماتو كولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي چې اولس ته بنيادي اسانيې وركول او د دوي ستونزې حل د اوسني حكومت وړومبې ترجيح ده۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د ګاز په مسئله يوه بېړنې غونډه رابللې وه چې پكښې د پېښور او خوا او شا سيمو د قومي اسمبلۍ غړو علی محمد خان،مجاهد خان،نور عالم خان،ارباب شېر علی،ارباب عامر ایوب، ملک انور تاج او د عثمان خان ترکي پشمول د سوئي ګېس اعلٰي چاراكو٬ چې پكښې د سوئي ناردرن اېم ډي امجد لطيف٬ د اېس اېن جي پي اېل پېښور جنرل منېجر ثاقب ارباب او د كمپنې نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د سوئي ګېس اعلٰي چارواكو ته په سمدستي توګه د مسئلې حل كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل چې د ستونزې له امله خلق سختو كشالو سره مخ كېږي۔ سپيكر ته ووئيل چې شول چې په پېښور كښې د سوئي ګېس د كم پرېشر مسئلې حل كولو لپاره د يو ارب روپې په لګښت سره لويه پروژه پېل كړې شوې او دا پروژه به سږ كال د دسمبر په مياشت كښې ترسره شي۔ چارواكو باور وركړو چې دا مسئله به ډېره زر حل كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Indian bent on changing IIOJ&K into Hindu majority state: JKNF
-
Senate dedicates Friday for debate on Indian Occupied Kashmir
-
India bent on changing IIOJK into Hindu majority state: JKNF
-
Gilani a ‘compromised’ leader of opposition
-
Multan Sultans thrashes Islamabad United
-
PSX stays bullish for third consecutive day, gains 444 points
-
304 people die in road accidents in Jan: Dr Rizwan
-
Federation challenges HEC chairman’s restoration in SC
-
Ombudsman orders inquiry against illegal speed breakers
-
Court adjourns references against Dar, Zardari
-
Govt to set up Quran Mahal for protecting sacred papers: SACM
-
IS chief blows himself up during US raid in Syria