اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان خان په تېرو لسو كالو كښې قرض د 6 اربه ډالرو نه تر 30 اربه ډالرو په رسېدو اندېښنه څرګندولو سره د خزانې وزارت ته امر كړې چې ھغوي په تېرو لسو كلونو كښې د اخستوونكو قرضونو وجوهات او د كارولو تفصيلي جاج وړاندې كړي ٬ د پخوانيو قرضونو قسطونو جمع كولو لپاره نور قرض اخلو ٬ د نوې پاكستان هاٶسنګ منصوبې ترسره كېدو سره به معيشت كښې ډېره بهتري راشي۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم خپل دفتر كښې د وفاقي كابينې غونډې مشرۍ كولو سره د خزانې وزارت څخه د اخستو قرضونو د تفصيلاتو پوښتنه كړې ده او امر ئې وكړو چې دا تفصيلات راوړاندې كړئ چې دا پور په كومو منصوبو خرڅ كړې شوې٬ دې څخه كومې آبي ذخيرې جوړې كړې شوې ٬ دا پېسه چرته لاړه٬ كومې لوئې منصوبې بشپړې كړې شوې او دې نه هېواد ته كومه ګته رسېدلې۔ ده ووئيل په تېرو لسو كالو كښې دا پور د 6 اربه ډالرو نه تر 30 اربه ډالرو رسېدلې ۔ وزیراعظم ووئيل كوم پور چې اخستې شوې د ھغې قسط جمع كولو له نور قرض اخستې كېږي۔ عمران خان ووئيل هېواد قرضه وړے دے كه مونږ نورې قرضې اخلو نو كابينې له به په دې سوچ او فكر كول وي ٬ وزيراعظم ووئېل د تېرو قرضو قسطونه جمع كولو لپاره نورې قرضې اخلو٬ بايد د خزانې وزارت تفصيلي جاج وفاقي كابينې ته وړاندې كړي٬ چې د قرضونو په قامي معيشت د آغيز په اړه هم ښه پوهه تر لاسه شي۔ وزیراعظم ووئيل د 50 لكهو كورونو جوړولو دا منصوبه د ټولو نه مهمه او شانداره منصوبه ده ٬ دې لپاره بشپړه سټركچر جوړٶ٬ اتهارټي جوړوو٬ د ون ون ونډو آپرېشن د لارې منصوبه پېل كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل دا منصوبه به په ترجيحي بنيادونو سرته رسولې شي او د منصوبې سره به نه يوازې زمونږ معيشت قوي شي بلكې د روزګار موقعې به هم راپېدا
متعلقہ مضامین
-
PSMA rejects speculations regarding possible sugar shortage in country
-
US dollar hits new mark against Pak rupee
-
Police creates halting points to curb crimes
-
Sindh a safe haven for fertilizer hoarders
-
Govt not getting sales tax on petroleum products: Spokesperson
-
Iffat Omar says Salauddin Ayyubi is not our hero
-
Petroleum Prices may go down
-
The City School opens debating championship
-
552nd birth anniversary of Baba Guru Nanak observed
-
Pakistan bans entry from 7 countries over Omicron fears
-
Dengue takes four more lives in Punjab
-
Sports ground, state land worth 210mln retrieved in Punjab