اسلام آباد ۔ 10 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مصر سره سفارتي اړيكو ته د لا ودې وركولو خوښۍ څرګندولو سره وئيلي دي پاکستان او د مصر اولس ترمېنځه رابطې قوي كولو لپاره كلتوري اړيكو ته وده وركول ضروري ده۔ وفاقي وزير دا خبرې د مصر سفیر فاضل احمد یعقوب سره كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د فلمونو او ډرامو شريك پروډكشن ته اړتيا ده ځكه چې د دې د لارې د هر هېواد كلتور او دود دستور رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د ورورولۍ نزدې اړيكې لري كومې چې په شريك تاريخ٬ كلتور او ورثه آډانه دي٬ پاکستان دا د شريكې ګټې په نورو څانګو كښې لا زياتولو لپاره خوښي لري۔ په دې موقع د مصر سفير وفاقي وزير له د وزارت منصب په ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ فاضل احمد یعقوب ووئيل دواړه هېوادونه تاريخي اړيكې لري او هيله لرو چې د اوسني حكومت په دور كښې به د ورورولۍ اړيكې لا وده وكړي ۔ ده د پي ټي آئي د حكومت اصلاحاتي اېجنډې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د مصر سفير وفاقي وزير ته د مصر دورې كولو بلنه وركړه كومه چې وفاقي وزير قبوله
متعلقہ مضامین
-
Amid tragedy, Buzdar attends PTI meeting
-
PAF relief operation underway in Balochistan
-
Punjab Police taking part in Murree relief operation
-
Mobile operators start offering free calling in Murree, Galliat: PTA
-
Ramiz Raja suggests four-nation series including India
-
A new suspect in the Harmain murder case has been arrested in Karachi
-
Qureshi arrives in Spain on a three day visit
-
PPP, PML-N funding case: plea filed for early hearing
-
Punjab reports 445 fresh COVID cases
-
SBP governor to go home if he doesn’t help govt achieve growth, says Shauket Tarin
-
ECP to get 3,900 EVMs for Islamabad LG polls
-
PBM provides financial assistance to 100 earthquake victims