لاهور 21 اګست (اے پی پی) د سارك چېمبر آف كامرس سينئر نائب صدر او د يونائټډ بزنس ګروپ مركزي چيئرمېن افتخار علي ملك وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان وېنا زړه راكښونكې او د نويو هيلو ترجمان ده٬ هيله ده چې د تحريك انصاف حكومت به پاكستان او هند يو بل ته نزدې كولو سره د سارك مضبوطيا لپاره تعميري كردار ترسره كړي چې ورسره به په منطقه كښې خوشحالي او امن راشي۔ د نهې په ورځ جاري شوي بيان كښې ده ووئيل چې په منطقه كښې د پرمختګ٬ خوشحالې او د امن خوب تر هغه وخت نه شي ريښتيا كېدے تر څو چې د پاكستان او هند ترمېنځه په اړيكو كښې شته بې باورتيا له مېنځه نه وي تللې۔ ده ووئيل چې د سارك هېوادونو ترمېنځه تجارت د 6 فيصدو نه هم كم دے كوم چې يو سواليه نشان دے۔ د ديامر بهاشا بند جوړولو په اړه د عمران خان د عزم هركلې كولو سره ده ووئيل چې بايد پاكستان بندونه او د اوبو پانګې زياتولو سره په هند او افغانستان انحصار كم كړي ځكه چې بندونه به نه يوازې د اوبو امنيت باوري كړي بلكې د توان ستونزه به هم حل شي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan facilitating foreign investors through ‘ease of doing business’ policy: PM
-
Khattak felicitates PMSA for inducting new vessel
-
Fazlur Rehman calls on urgent PDM meeting today
-
OIC envoy on Kashmir due in Islamabad tomorrow
-
President upholds Mohtasib’s decision against power bills
-
Opp misleading nation on petroleum products: Hassan
-
Terrorism in Sindh transforms into ‘Sardargardi’: Haleem
-
KP to launch Tablet-in-a-School programme
-
CTD guns down two terrorists in Khuzdar
-
Pakistan among most vulnerable countries suffering major freak weather incidents: Mushahid
-
Allotment of National Park land illegal: IHC
-
Rs 821bn recovered since inception: NAB