اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيكر قاسم خان سوري د وفاقي كابينې وزيرانو ته په سوګند پورته كولو مباركي وركړه۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې په نوې وفاقي كابينه كښې صلاحيت لرونكي٬ مخلص او ديانتدار وزيران شامل دي او د پاكستان د وزيراعظم عمران خان د وژن عكاس دي۔ نوې كابينه به د عمران خان په مشرې كښې هېواد په ريښتينې معنٰي اسلامي فلاحي رياست جوړولو او د پرمختګ په لار روانولو لپاره كوم كسر پرې نه ږدي۔ دوهم سپيكر ووئيل چې نوې وفاقي كابينه به د اولس په هيلو پوره وخېژي ٬ دا په هېواد كښې د خوشحالې د يو نوي پړاؤ پېل كېدنه ده۔ سپيكر او دوهم سپيكر نوې كابينې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او كابينې كاميابې لپاره وې دعا وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan wants long-term ties with Canada: Gen Bajwa
-
LHC orders forensic report in case against Akbar Bugti’s widow
-
SC calls on PM Imran Khan in APS massacre case
-
Afghan FM in Islamabad to discuss trade, connectivity
-
NCOC approves Chinese vaccines for children aged 12 and older
-
Federal government to ensure GB’s socio-economic uplift: PM
-
PM to come harder on mafias: Gill
-
Fertilizers industry sold highest amount of urea ever in a decade in Pakistan
-
FIO plays vital role in providing free-of-charge, prompt justice to complainants: President Alvi
-
Lawyers’ role key for supremacy of constitution: Siraj ul Haq
-
Palestine to take trade, tourism ties with Pakistan to optimum level: Ambassador
-
‘PTI has established a relation of sympathy with people’